(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ســـاده زړه

که پوهیدلې واې چې څونی راباندی ګران یی څونی پرما قدر لری څوني ماته اغلی یی څوني ستاسره مینه لرم نوچوپتیا به دی هیر کړی وای که پوه سوې واې چې څوني عزت اوحرمت دی لرم دبدن هره حجره به دی دمینی ناری وهلی که پوه سوې واې چې ماخپل ټوله ژوند ستا په مینه تړلی دی زما اوښکی به دی پریولې اومنځلې واې اوزما اوښکی به دی دمینولاسونوسره دوچیدودپاره وبادته ورکولې که پوه سوې واې چې په رښتیا سره زه دی مین یم نوترابده به ستا دښایستوسترګوکتل تل ترتله زما پرلور واې اومابه ستا دښکلوسترګو دکتوپه چوپتیا کی دهغه پټی مینی په رازونواورمزونو لانورهم ځان ښه پوهولی واې افسوز چې ته پوه واې سل ځلي افسوز که ته پوه واې چې څوني ستا په ښکلااوښایست ستا په مینه اوالفت ستا په مهراومحبت ستا په لطف اوشفقت ویاړم اوپری ژوندی یم بیا به دې هیڅکله زما زهیر،غمجن دپرهارونوډک زړه نه ټوټی ټوټی کوله ما به دی نه آزاره وله افسوز چې په دغه ټولوشیانو پوه واې سل افسوزه چې دخپلې ساده زړه سره تر اخره پری پوه نسوې .

عزیزاحمد((خوارمل)) بیلجیم دانتورپین ښار

د ښاغلی عزیزاحمد((خوارمل)) ويبپاڼه

Aziz Ahmad Khwarmal Antwerpen, Belgium -
بېرته شاته