(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

د درواغو نه ویلو ورځ

اودس مات

شاعران هر بنډار ته ځان رسوي په سرمات

چې هلته خپل زاړه شعرونه  کړي سوغات

د ا د اوس شاعران اوملایان یو خوی سوي

دیو دغونډې  دبل داوبو په لیدواودس سي مات

***

ددرواغو نه ویلو ورځ

 

 راځئ چې لږ د درواغو ویل کم کړو

د خپلو خبرواترو څه زیات ادرم کړو

یوه ورځ ولمانځو دکاله   درښتیا ویلو

   په ژوند کې د رښتیاویلو پوره قسم کړو

***

 څه وسوه!

ستا په اولادوچې  هر ورځ اختر دی

زما دزوی دخیرات کلچه په لاس څه وسوه

تا جوړ کړه هرې خواته  بلند منزلونه

نن چې ما یوه خیمه ودروله څه وسوه

 

د یوشتمې پیړۍ متلونه

دویمه برخه

ميړه په خوارۍ بد ښکاري

رشوت دکار په کچه خوړل کيږي .

د رښتیا مزل لنډوي.

اختلاس يوه نيشه وي هسې نه چې هميشه وي.
د رستم نوم له دوستم نه ښه دى.
دلته دسلوكالووږي په یو ورځ مړيږي.

له بارانه پاڅه ترناوې لاندې كښينه.
د ژمي په لمر او د مشر په سترګګ اعتبار نسته
د کشر کارونه  واړه په مصلحت دي

دوست په پور ورکولو تجربه کړه

دومره خوږ مه سه چې خلکو ته دشکرې ناروغی سې اونه دومره تريخ سه چې په لیدو دی دهغو خوله یو جریب خلاصه سي

ډوډۍ خو دی خپله ده . خیر که   نس دبل دی

غر  په غر  ورځى خو سړى په سړي نه ورځى
حساب په خروار ، بخشش په مثقال

پارلمان ته یې ویل کار وکړه هغه ټوله وزیران استیضاح کړه

بې پارلمانه وطن ښه دی نه داچې ټوله ورځ غمونه جوړوي

د دولت په کور پنځه زره مېلمانه هيڅ دي

چي لوی تراپي ، کوچنی غا پي

چرګه چې ببره شي ، دبل کره هګۍ اچوي

د میوی په ونه غالبوزی را ټولیږي

اور په اوبو مري

پور چې تر زرو ډیر شو ، منکر سه

په بینا یانو کی یو سترګه پاچا دی

ډکه لاسه ته مې دښمن يې

بابا دي خدای وبخښي مګر د دوطن په آبادی کې سُست و

بد تربور په بد ځای کې پټیږي

بدپارلمان ددولت تنګه موچڼه ده

برخي وېشه پزې ګوره

پردي چې په دې دولت او حکومت روږ دي ، که سل واره نران سي نه یې پريږدي

په خوله لااله ، په زړه کومه ده غلا

سړی چي غټيږ ي ، کونه ئې تنګيږي کوز یې ډډ یږی

ارګ پر ایراني غوړو مست دی

چي بابا ژوندی و ، کرزي یې هر ورځ لاسونه مچول

چي ارګ دایران لېټۍ خوري د وزیرنوبه یې څه احوال وي ؟

چي راځي د بل له کوره ، پرتابه شپه سي تکه توره

چي د ولس په وینو مست سي ، هغه مودمور مېړه سي *

چي له امریکا سره ځي ، تل به توري وڅکي خوري *

*چي سوله تر پلو ده ، دسولی شورا ته غول ورغله
چي له ګا ونډي زيږي ، وزیرزيږي

چي وزیر يې تورن وي ، برق ئې ګوزاوڼ وي

چي دولت زهيروي ، وزیران يي واهه

چې په يارانه کې مصونیت غواړي ، نو بيا ګرانه ده

خانده خانده ، اوس جریمه هم غواړې

خدای خبر دی ، چې امریکا کاپر دی

خوار سې مکاره . چي هم بډې اخلې هم له خیانته ژاړې

لاس چي آموخته شي ، آس نه دی چي قېضه شي

ی وطن که مي وسوه ددوبی کور خو مې سوړ د

دوزیرانو پر ږيره خس وي

دسلوشاباسونه يو میلون ډالره ښه دي

انسان دی ، هغه چې له حيوان څخه ګيله کوي
اصيل کله پیداکيږي.
 
بخت په اړیکو دی نه په منډه.
 
خیانت په خیانت، منت يې پر څه ؟
اور اچوونکی نه سوځي
بې واسطې مقام کله سته.
بلاوه برکت یې و.

پاک مه اوسه بې باک اوسه.
پردی خر په مخ زور وهي
پردی کټ تر ماتیدو وي.
پنځه ګوتي سره يو دي.
په بازيو کې هډوکي ماتيږي.
په بل وطن کې د بدو کښت کوه تېرېږه.

په ډيري کې یې پټوه په لږو کې یې هم پټوه

پير نه الوزي مُريد یې هم نه الوزي.
 
پردى خواړه  يا مرداروي يا دغلا.
په جنګ کې مرمي ويشل کيږي .
له لېوه مه تښتېده پر قصاب به واوړې

پر فهیم دا پزه هم ډیره ده

پور پر غاړه ، څوکۍ سوه مرداره

دامریکااوګره په څكلو خلاصه سوه
ـ د خير نه مې دې توبه امریکاسپي دې كورې كه

زه د خپل وزیر تیز پيژنم

ته زما دارو ، او زه ستا دارو ! دواړه به مرو
 تربور مه مړ کوه ، غرب ته یې واستوه

جاهلانو ته د علم خبرې مه کوه

څراغ چې په کور کې نه لګيږي په صحرا کې به څنګه ولګیږي

څوک چې لاس درپوري بند کي غوڅه وه يې.
چي بدکوې ، ښه به مومې

چي غل يې له پاچا مه بېرېږه

چي رشوت خور ي، ګټي د هغو دي.
دننه يې ګټه په بهری يې خوره٠

 دپلار خوړلی رشوت پر زوی یې قی آسانه دی

تر بې عقله دښمن هوښيار دوست ښه دی .
تر څو  درواغ  راځي رښتیا به کلى وران کړى  وي.
 
تر پښو لاندې مځکه ګوره ، ليري واټن مه ګوره

تر بېکاره کښېناستل په کابل کې کار ښه دي

داڅوکۍ يوه نشه وي، داسې نه چې همېشه وي.

رشوت دکرزي او فیهم تر پښو لاندې دى

دوږخ د کرزي او فیهم تر پښو لاندې دی

په تبه یې ونیسه په مړینه یې راضی کړه
چې د وزارت دوره تیره شي نو هر څه هیره شي .

 چي په ناز یې لويې څوکۍ ته رسیږي ، په زيار ایستې کیږي
چي مړ سو هغه اتل سو

بې حیابې حیا یي کوله  حیا دار ویل زما څخه یې زده کړې ده .
خر پلار که ، پر سپورسه

خر به خندا څنګه نه پو هيږي
 

استغفار مې هم مړکئ

هغه کسان چې نه پوهیږي د روژې په فلسفه

په روژه مات یې جوال ته اچوی چې څه ویني بې وقفه

تر حقه ډیر خوري ټوله ورځ ټیغونه باسي تربوخته

چې دي ولید په کومه لاره لاره چپوه ځنې تښته

اول کلام یې دا دی قربان یې سم ددې روژې

پشلمي خوړلي مې تر اوسه په نس کې وهي غلبلې

له بې علمه سره مه کوه د اسلام په هکله مسله

که پوه سوې چې پر خپل خر سپور دی اړوه پاڼه

هر سړی د خپله ذهن په کچه له علمه اخلي نفعه

بهتره ده تل دبې عقلود خبرو تړلی وي سر د لفافه

رایاد سوه یوه پخوانی ددې بې علمیو کیسه

یونا پوه ځوان و خو دخلکو چوپړي و تر بسه

تل د ولس په درد وغم ډیرزیات زهیرېده

خو د وړ غم پرځای یې تل بل غټ غم راوړه

په کلی کې آوازه سوه چې بیا راغله روژه

په هغو ژوره نیسي چې نه لري د خوړوګوله

هغه ځوان چې و په کلي کې تر ټوله ساده بوده

د روژې په راتلو ډیر قهر جن و او ډیر په غوسه

ول زه یم د غریبانو خوارانو د بدي ورځي مل

زه دا بې وزلي خلاصوم ددې بې وجدانه تل

دپتې لپاره ورغی ملا ته چې و اخته په خطبه

ول ماته و وایه روژه کله راځي له کوم طرفه

ملا ول دروژې سته د وخت پر سر اختلال

تر هغه چې یو سړی وویني د غرو پرسر هلال

ملا په عربي کلمو خورا ډیر پوه مالومیدئ

دا کلي ساده ځوان په دې کلموکله پوهیدئ

ساده ځوان چې و د کلي د بدو ورځو مل

نیزه او تبر یې واخیست مول ووهه لکه غل

هغه په ټول کلی ځان ایغړ باله او کلک

دغره به خوا رهي سوله دنیا ناخبره لک

ولاړ دقبلې خوا غره ته په کې سو دشپې خزه

ول که لوږه نه وي دا خازه ولس به سي تازه

هغه ول زه به کړم دا روژه ټوټه ټوټه په تبر

خلاص به کړم له لوږې دا خپل وږی ټبر

ویې لیده دکلي خواته رهي یوه اوښه او جونګی

دواړو لرله یو شان اوږده غاړه اوشا بوکی

ول یو یې د سږ دا بل یې د بل کال ده روژه

ایله دوې ورځي ورسیږي دا اشا کږه وږه

پر اوښه یې وکړه یو د یوبل پسې بریدونه

دهغو دغاړی یې پرې کړه څو ځایه رګونه

بیایې په جونګي ولګول د کسات غاښونه

هغه بېګناه هم وخوړه دبې علمي سوکونه

ځوان، ملا ته لکه اتل راغی ویل یې په ویاړ

ول اوس وایه روژه کله راځي په کومه لار؟

ملاول دروژې سته د وخت پر سر اختلال

تر هغه چې یو سړی ویني د غرو پرسر هلال

ځوان په ویاړ ویل روژه مې مړه کړه په نیمه لار

نه به کړي موږ روژه سږ اوبل کال خواروزار

ملاپه راکښلو سترګو ول مه وایه کجاوي

کوم شیطان کافر در زده کړي دا اپلاوي

ملا د خره مرګ ځنې جوړ کړ ول ووایه استغفار

ځوان په ویاړ ویل هغه مې هم ورسره کړ مردار

ملا ویل هله ! خلکو مات کړ دهغه سر ورخسار

هغه خوار یې د الحا د په تورکړ سنګسار

هیڅ څوک تر اخیرپوه نه سوه په ټوله کیسه

د جاهلانو ټول کارونه دي په هله اوعجله

***

اسلام وايي دیو بې ګناه وژل د ی لکه دټول جهان

دنیاکې بې ګناه مسلمانان وژل کیږي لکه مچان

یو يې په بم وژنی بل یې په خودکشه توپنچه

ټوله دنیا له مسلمانانو سره سوې ده پراچه

یويې لکه بزې د خپل وطنه باسي په ګچې ګچې

یو دوست پیدا نه کړ چی ورته ووایی بچې بچې

ددین د ښمن په جنتي ماشوم کوي ایله حواله

دې بزدلومنافقو مفتیانو اسلام کړ سوله بوله

ولي نه استوي جنت ته دا شیطانان خپل اولاد

چې دجنت قواله ورکوي قاتل ته په نوم د جهاد

هغوی چې ماشوم دسیاست په جنت ختاباسي

دغه کافر به څنګه ځان د خدای له قاره باسي

دا وطن خدای ږو که تر قیامته سم سي آرام

چې له سیا ه سرو او ماشومانو اخلي انتقام

هغه چې دې وطن ته د چوپر لري د فولاد عزم

هغه ته یې وراچولی دی هر چیری دالحاد جزم

وییونه :

جزم (قلاده)؛کجاوي بېرته شاته