(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وادى الكوف

لـه بـنـغـاز څخـه البـیـضـاء تــه ورتـلـم

دریـانـې تـوکـرې نــه بـاکـورتــه خـتـم۱

مخکې فرزوغه ورنه ورسته المرج وو

نـــــږدې درو تـــه دشـیـن غــررسیـدم

کلــه لــه ســرکلــه دغــــرولــه ډه ډې

کلــه نــاووتـــه بـــه دغـــروکــوزیــدم

پــه هـسـکـو ټـیـټـو پـه ښکلادغـروکې

ســـترګـې پــه کـا ڼـووځـنګـلـولـګـیـدم

نــری نــری بــاد دشــنـېـلـیو پــه ســر

پـه کاڼــو وبـوټـیـوکـې کـتل څـېـړیــدم

تــابــــه ویـــل دســمــنـدرپــــه څـــپــو

ګاډي کې ناست وم پـه انځـوروتـیریدم

لـه ډېـره لـرې مې یـو سپـین شئ ولـید

وېـل مې چې ویـنم بې تـپوس بې کـوم

چـې ورنــږدې شـولــم تــړلـی پُـل وو

ورتــه حـیـران شـوم چـې ورورسـیـدم

دغــروپــه ســرپــاس پــه ږوره کـنـده

څنګ کې غـارونـه یې دننګ خوښـیدم

دلـته لـښـکــردایــټــالـــې مـات شــوی

زه یــې پـــه بـــرم دجـهـــاد ویـاړیــدم

دا(وادي الـکـوف) دی دلیبیا ویــاړنــه

دلـتـه پــه خـوب کـې بــه الله راوسـتـم

وېـل مې چې دا پُـل خو همهغه پُل دی

خـوب کـې لـیـدلـی مې وونـه هـېریـدم

وېــل مـې چـې داخـومـالـیـدلی مخکې

چـې پــه لـیـدلــو بــه یــې نــه مـړیـدم

خـوپــه رښـتـیـا چـې مـالـیـدلی نـه وو

پـه خوب وخیال بانـدې بـه نـه پوهـیدم

ګــوتــه پــه مـخ بــله تــرزنـې لانــدې     

تـرمـنـځ دخـیـال وحـقـیـقـت کـې کـیدم

دِالله قــدرت تــه مـې تـفـسیـرنـه درلود

زه (عـلي خان) یې په کړو وړونازیدم

 

۱/ بنغازي،البیضاء،دریانه،توکره،فرزوغه،المرج دسمندر په غاړه لوی وواړه ښارونه دي.

۲/ باکور:دتوکرې او المرج ترمنځ په غره کې سخته لاره ده.

   وادي الکوف:دالمرج والبیضاء ترمنځ دغروپه سرباندې یوتړل شوی پُل دی.

-
بېرته شاته