(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما وطنه

ای دپټی خولی وطنه زما ستا دپسرلی روح اوروان څه سول؟ ستا جم اوجوش شو کت اوشان څه سول؟ ستاد بڼونو هارنګ،رنګ طوطيان څه سول؟ ستادګڼوځنګلونوهاشنه زمريان څه سول؟ ستا دهره پاڼه په رګونوکی، دمنی باداوس وچ کړی دی سری وينی ستادسهارمستی وږمی، ستادسپيدوهادپرخوباران څه سول؟ اوس ستاپه کليواوکوڅوکی، ديرغل ګرفوځ ميدان وينم ستاتيره توری هاسپاره خلک.... ستادکمندهاسرکښ آسان څه سول؟ ستا دبچيانودغښواولينديوپه باران کی ککری ددښمنانووی سوری ستامړونه هاپولادی زړونه ستاسرتيری هادنيکه لمسيان څه سول؟ چی به ېی درلود اوږدی شملی ورښمين اسپيشل لنګی،لنګوټی پښوکی څپلی، ورسره وی سلاوی،تيري چړی هغه ځوانمرده هانافرمانه،هغه شيربريتی، ستاکاکه ګان هاپای لوچان څه سول؟ پوه يم چی ته! دتورتمونوپه چوپتياکی اوس ډوب شوی ېی اوستادخرابات کوڅي غاصبانودی تړلی ډيرپخوا ستادرزمونوهنګامی،هاسردونه،اهنګونه ستاغزلخوانه بلبلان څه سول؟ وطنه! ماته نن ترپرون بيګانه ښکاری ستادبچيانوڅيری،څيری ګريوانونه وينم دپرهـــارونـــه ېی ډک زهـــــــيرزړونه وينم ستا دعشق لار کې مينان، ستاسربازان هابی باکه عاشقان څه سول؟ ستاشين اسمان اوس سترچت دلوی زندان جوړسوی، اوهره خواته تورتمونه زيږوی ستاتوری شپی په تيريدودی دسپين سباړنابه راسی پرتا اوهربچی دی غچی اخلی په لوړاوازبه وايی : ها دافغان دازادی دښمنان څه سول؟ بيابه راپورته سی ددی پاکي خاوري ډير سرونه بيا به رامنځته سی غازيان داکبراومسجدی اودايوب اودبابا په شان مړونه بيابه ژوندی سی هازموږدوياړتاريخونه بيابه ناری کړی هرغازی وطنه زما! هايرغلګر،هاغليمان څه سول؟ هاتورمخي،هاجلادان څه سول؟ ستابدخواهان،هادپرديوغلامان څه سول؟ ستا دښمنان هاوينی څښوونکی ظالمان څه سول؟ ته دی سرلوړی ،سمسوره اوتل خپلواک اووسی.

عزیزاحمد((خوارمل)) بیلجیم دانتورپین ښار

Militarun.net

Aziz Ahmad Khwarmal Antwerpen, Belgium -
بېرته شاته