(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راڼه توري/تلبلاند اورتونونه

تلبلاند اورتونونه

ما په سر، سترگو، غوږو يې

د لمبه لمبه ښايست کړه ننداره

په مينه مينه.

د ورېښمو تر سپڼسيو

په نازکو رڼوبيو د اواز يې.

کړه پر هر ماښام، گهيځ مې

د خپل ځان ((سپېڅلې)) ولنه

= = =

نه مې ځان سپماوه هم

له ها سپېڅلوگناهونو

چې د مينې د مذهب

په ثوابونوکې راتلل

او بې کچه يې

زما د ايمان تله درنوله ...

خو،

د ناز او د مکېز د رنگين ټال

ښکلی انځور يې،

=د سکروټو ولولو

په اورنۍ ژبه رازلی،

کله هم ټيکاو ونه موند،

په تش قاب زما د زړه کې ...

بس يوازې د يادونو سېمفونۍ يې

شپه او ورځ په خوب کې وينم

چې راځي د سپېڅلتيا د لمرمزدک

د کنگرو له ارغنونو،

د يزدان له تلبلاندو اورتونونو!!؟

د استاد پوهاند زيار يو استادانه شعر   ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود

راڼه توري

د کاغذ پر سپينه ټنډه

پر رڼه سپينه هېنداره

 د سولگر مې

يو يو توری د برخليک کښم.

=       =   =

شپه او ورځ اوبه کوم د سترگو تور

او د تورې سياهي په څېر

           پرې کاږم

              ښکلي ښکلي تک تور توري.

=   =   =  

وي ترڅو د سترگو تور مې

              سياهي به رغوم ترې

او پرې کښم به يو يو توری

    په دې هوډ او په دې موخه

چې کړم روڼ  پرې

       دغه تورتياره برخليک خپل!!؟

 

لندن، ۲=۶=۲۰۱۳

د ياد جونگړې

دهرکلي په جونگړوکې

            دياد مې

توره شپه

       په يوه غرهومره زغم تېره

                  تر گهيځ کړه.

=   =   =

سندرغاړو توتکيو

يوڅو خلي په مښوکوکې نيولي

              د زموللو وچو درگو

اخوا دېخوا لالهانده

            په لټون د کوم يو چت

د ويجاړ ښار.

=   =   =  

د پسرلي رابرېدلو په پلمه

           سر راوهلی سرو غاټولو

                      د شاوخواغرو پر لمنو

گوندې

    ورسېږي چېرې

                 چا نيمزالو وربلوته،

او يا چېرې

       د نومورکو سربايللو هديرو ته.

=   =   =

پر گلانو دي واکمن

           په دې ديار کې

  تش نيمزالي وربلونه

           او ياهم مړي د گور...

نه ژوندۍ ژړانده مينه،

                 نه پاکزړي او رښتيني مينان!!؟

لندن،۳=۸=۲۰۱۳

 (پرادوکسي)

                     تلبلاند اورتونونه

 

ما په سر، سترگو، غوږو يې

           د لمبه لمبه ښايست کړه ننداره

                         په مينه مينه.

د ورېښمو تر سپڼسيو

           په نازکو رڼوبيو د اواز يې.

کاوه هر ماښام،گهيځ مې

              د تعميد سپېڅلی غسل

           = = =

نه مې ځان سپماوه کله،

له ها سپېڅلوگناهونو

چې د مينې د مذهب

 په ثوابونوکې راتلل

او بې کچه يې

  زما د ايمان تله درنوله...

 = = =

خو،

        د نازود مکېز د رنگين ټال

   ښکلی انخور يې،

=د سکروټو ولولو

           په اورنۍ ژبه ښکُللی،

کله هم ټيکاو ونه موند،

 په تش قاب زما د زړه کې...

= = =

بس يوازې د يادونو سېمفونۍ يې

شپه او ورځ په خوب کې وينم

 چې راځي د سپېڅلتيا د لمرمزدک          

 د کنگرو له ارغنونو،

د يزدان له تلبلاندو اورتونونو!!؟

  زيار=اکسفورډ،۲۶=۸=۲۰۱۳

-
بېرته شاته