(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غالمغال

په ټول وطن کی اوس بیانوئ غالمغال جوړشوئ

دزورواکانوترمنځ بیا،په واک جنجال جوړشوئ

اوس ھرزورواک ته،دارګ واک خپل استحقاق ښکاریږي

ددی حق خیال یی اوس دژوند عادي مورال جوړشوئ

بیادملت په سرنوشت لوبی راوانی ښکاري

ولس ته بیا له تشویش ډک یو چاپیریال جوړشوئ

لکه چی بیا دغلولښکری،دچورلاری څاري

بریښي دغلوپه سرکی بیا،دچورکوم خیال جوړشوئ

فاسد زورواک ته بیت المال،دپلارجایداد ښکاریږي

اوس ھرفاسد ته خپل ثروت له بیت المال جوړشوئ

په کوم مورال به،کوم لښکر،ددی چورمخه نیسي

دمدرسی له ملاګي چی، نن مارشال جوړشوئ

دکوم ملاداذان (حیی علی الفلاح)ومنو؟

ھردرواغجن،اوس مُوذن لکه بلال جوړشوئ

خدایه دکوم مھدي په لار،په پټوسترګوولاړشو؟

اوس چی مھدي آخرزمان،له ھردجال جوړشوئ

نورداملت قیامه،داحالت زغملئ نه شي

فساد،فاسدته نوردخپل قدرت زوال جوړشوئ

الحاج الھام الدین قیام    والدورف/جرمني

 

-
بېرته شاته