(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هر څه کوی په سترګو کې

خدایه اختر څنګه ولمانځو !؟
زاړي بابا بابا ناری وهي کوڼډی ایتمان خدایه اختر څنګه ولمانځو
سور ور بلیږي جنګ دی په افغانستان خدایه اختر څنګه ولمانځو
دا اوسني اخترونه د پیسدارو خلکو لپاره یوه ښه تفریح ده خو د
د خوارو غریبو افغانانو زړونه ډک دي له خبګیان خدایه اختر څنګه ولمانځو
د ناماعلومو د پټو پیلانو د جال سازۍ جنګ جګړو له لاسه
ټول وطن مو کڼډواله کڼډواله ویجال وران خدایه اختر څنګه ولمانځو
هره ورځ په د وطن کې د قتل عامونو چیغی ناری دي کفارو
او موشرکینو تور تم دوزخ راته ګرځولی دا جهان خدایه اختر څنګه ولمانځو
د دنیا له هر خوشحالیو مستیو نه یی بی برخی کړي یو په مونږ
جاهیل خره زناور ټوپک سالار غله دي واکداران خدایه اختر څنګه ولمانځو
کلونه وشول چی په افغانانو قیامتونه تیریږي خدایه ستا له ترفه
هیڅ فیرضو ینه نه شته شپه ورځ مړه کیږي افغانان خدایه اختر څنګه ولمانځو
نه مو دعاګانی قبلیږي نه صوله راځي هیڅ نه پوهیږو دا څرنګه
بد ژوند ده چی تیریږي دنیا ده راته جوړه شوی زیندان خدایه اختر څنګه ولمانځو
 

وطن ازادول کار د پښتنو دی

له هر چانه هر رنګه د د وطن ګټنه ساتل کار د پښتنو دی
د میړانی غیرت په لار کې ځان شیهدول کار د پښتنو دی
د غیرت میړانی درس له پلرو نیکو ورته میراث پاتی دی
دا ورته راغلي کفار د دوۍ شړل کار د پښتنو دی
د جیږی وچته تیکنالوژۍ له کافرانو سره لاس په ګیروان
دي د د جنګ غیرت جورت درلودل کار د پښتنو دی
پښتانه خدای پیدا کړي یو عجیب شان ته قوم دی چیری
ظالمه امپراتوري دی د هغی ماتول کار د پښتنو دی
ټول نړیوال ورته هیران دي د دوۍ سر زوري شهامت ته
نن ده که سبا ده د افغانستان ازادول کار د پښتنو دی
دا چی نن هر څوک په غم درد ژړا کې ژوند کوي
د د تورو تیرو ماتمو رڼا کول کار د پښتنو دی
په افغانستان ۴۲ مملکتو یرغل کړی هي څوک یی په
کیسه کی نه دي ملي  یوالی جوړول کار د پښتنو دی
احمد زیا عبد لله محقیق دوستم فهیم سیاف قانوني خلیلزاد
کافران راوستل اوس ور سره جنګیدل کار د پښتنو دی
د دوۍ لکه د سپیانو اډوکی په انتخاباتو سره شور دی
د وطن د ازادۍ خبری ورنه هیری دي صوله راوستل کار د پښتنو دی

هر څه کوی په سترګو کې

ګوره چی جفا کوی په سترګو کې
د نن وعده سبا کوی په سترګو کې
زما سترګی سری شوی له ډیره غمه
ته رانه تیښتیدا کوی په سترګو کې
څه کانی د وکړی ښه درباندی پوهیږمه
چی رانه غلا کوی په سترګو کې
رنګ په رنګ اوړی شابسی
هم دا هم دا کوی په سترګو کې
د مخ قواره د وعده د بیلتون کوي
بیا نو ولی خندا کوی په سترګو کې
ذبیح لله زه درته دعا کوم په خوله باندی
خو ته یی چی کنځا کوی په سترګو کې

ذبیح لله شریفيZabihullah Sharifi

-
بېرته شاته