(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

گاونډیه

څو گیلې درته کومه ، زما گرانه گاونډیه

د خالي میدان اتله ، پهلوانه ، گاونډیه

چې زما کوډله سوزي ، ته غوړي ورباندې شیندې

ورورولي خو داسې نه وي ، مسلمانه گاونډیه

ما په تیږو باندې ولې ، بیا لاسونه شاته نیسې

د فتنې میدان دې وړی ، له شیطانه ، گاونډیه

د تاریخ کوڅې مې پل کړې ، خوستا نښه پکې نه وه

ته له کومه راپیدا شوې ، بې نښانه گاونډیه

دا زما د وینو څاڅکي ، ستا د باغ رنگین گلان شول

بېخ دې شین شه،څه شی غواړې،نور له مانه گاونډیه ؟

زه غمجن شومه، ته ښاد شوې، زه برباد شوم، ته آباد شوې

په پنځو کسو کې یاد شوې ، قهرمانه گاونډیه

کلمه دې مانه زده کړه ،  اوس یې ته اجاره دار شوې

زه ناپاک شومه ، ته پاک شوې مهربانه گاونډیه

کله تور شې ، کله سپین شې ، کله شین کله رنگین شې

د رنگونو په بازار کې ، سرگردانه گاونډیه

سپین میلو درباندې سپور دی ، نڅوي دې ، گډوي دې

تور ښامار دې سر ایستلی ،  له گرېوانه گاونډیه ...

شاعر : صدیق کاوون توفاني

ترتیب کوونکی  :  انجنیرعبدالقادرمسعود

-
بېرته شاته