(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ساه ډوبي ده

ساه ډوبي ده ، ساه ډوبي ده ملایکې !
بس همدا مو زندګي ده ملایکې !
لا انسان یم ، لا شپيلۍ ته خوله ور نه وړې
لا وخت شته دی، لا وختي ده ملایکې!
ته چې شپه او ورځ حساب راپسې لیکې
جوړ همدا دې مزدوري ده ملایکې !
چې ویده شم ، ته مې سر ته راشې کینې
ستا له چا سره سیالي ده ملایکې !؟
سترګې پټې کړه ، له تا مو سترګې سوځي
مونږ راخستې بې شرمي ده ملایکې!
تا سره تر اسمانونو تللی نه شم
د دې خاورې بې وسي ده ملایکې !
جام په لاس جلال ته څه لیکې په خط کې
او سجده یې په تندي ده ملایکې

Jalal Amerkhel

-
بېرته شاته