(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوس د هغه فلسفي څوک پاتې نه دي

سکندره هغه زوړ سړی دې هیر شو 
چې کیږدۍ یې ستا له ښاره قیمتي وه 
چې غرور یې ستا د لمر په رڼا غوڅ کړو 
ستا له تاجه یې هنداره قیمتي وه 
***
ستا په تاج یې د کاسې ګمان کولو 
وی همداسې بی ارهټه پاتې ښه ده 
چې یوې سترګې ته ښکارې سکندره
بله سترګه درنه پټه پاتې ښه ده 
***
سکندره ستا نسب لا راروان دی 
خو د هغه زوړ سړي څوک پاتې نه دي 
هغه تل به چې یو سپې ورسره ناست و 
اوس د هغه فلسفي څوک پاتې نه دي 
***
خو یو زه یم یوه بله لیونۍ ده 
چې د دې پیړۍ ځنګلو کې پراته یو 
ستا د نسل او نسب له ښاره لرې 
د خپل فکر په غزلو کې پراته یو 
***
د تاجونو د تختونو د لښکرو 
دا سپیره دنیا زمونږه خوښه نه ده 
تش بدرنګه تصویرونه راته ښاي 
دا ړنده رڼا زمونږه خوښه نه ده 
***
دا د وینو نه لړلي سرکونه
له انسانه تر انسانه پورې نه ځي 
دا شرابو نه لمدې د فکر لارې
هوش کې نه دي تر جانانه پورې نه ځي 
***
د دولت او د طاقت له ښاره لرې
زمونږ ځان له یوه بیله دنیاګۍ ده
سکندره مونږه سپی ساتلی نه دی 
خو کیږدۍ مو لا هم هغه پخوانۍ ده 

سید شاه سعود

-
بېرته شاته