(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

ولې و شرمیږې ته؟!

 دعدالت  ړنادي په علماوکړه ټپه تیاره

 دجهاد سترګه دي په مجاهدوکړه شرمنده

دشریعت کړه دي په مسلمانانو کړه مسخره

د انتخابي په نامه دي لمن ټوله پرسر واړوله

ولې و شرمیږې ته، ولې و شرمیږې ته؟!

***

تا ته سړیان دی، دا شل پشنګان خپله

 د دولت ګاډۍ په هغوی خرو چلوې تر کله

ټول ملي ارزښتونه دي نري کړ ه یو پرسله 

خردنګی دی وطن هجران ته پینه کړ سل ځله

ولې و شرمیږې ته ولې و شرمیږې ته؟!

***

د دموکراسي ږغوې تل ډول او طبله

دوطن واک لرونکي دی کړه ټوله زوله زوله

په کوشخانو کې هلکان نڅیږي میده میده

په هوتلونو کې ډانسونه  کیږي چپه او راسته

ولې و شرمیږې ته ولې وشرمیږې ته؟!

***

افغان ته دي دواک  د مافیا نظام جوړ کړ

له نظار شورا څخه  دي دغلو امام  جوړ کړ

ددیموکراسۍ څخه دی مرض د جذ ام جوړ کړ

 د دې وطن دي د دنیا اول نمبر بدنام جوړکړ

ولې و شرمیږې ته ولي و شرمیږې ته؟!

***

خاینان دی اوس ټوله دلته پاچاهي غواړي

جاسوسان ټوله وزارتونه اساسي غواړي

  هغه دتروریست په نامه  پښتون کشي غواړي

دې چې وطن چورکړ القاب افتخاري غواړې

 ولې و شرمیږې ته ولې و شرمیږې ته؟!

***

هر چیرې چې امریکا ده هلته پسات دی

چیرې چې ته یې هلته دخدای عذاب  دی

په هر خانه خراب باندې دا وطن خراب دی

 ستا د ورکولو لپاره هر کار کول ثواب دی

ولې و شرمیږې ته ولي وشرمیږې ته؟!

***

دنفاق کاروانونه دي کامونو ته  روان کړه

 غله قاتلان دي   دوطن اولیا او اتلان کړه

دوطن شته دی په غلو ټول چور او تالان کړه

 دوطن دوستان اوپوهان دی پریښان کړه

ولې و شرمیږې ته ولي و شرمیږې ته؟!

***

 اوس لا ددې لوی ناسور استحکام غواړې

کله قیوم  کله زلمی  رسول ته نظام غواړې

 خدای ږوتر کله به خوار ملت  ته الام غواړې

 تر سل میلونه ډالره یو والی ته انعام غواړې

ولې و شرمیږې ته ولي و شرمیږې ته؟!

***

چې د شرم پزه و نه لري هغه بیا کله شرمیږي

  چې وجدان ونه لري هغه په شرم کله پوهیږي

 چې تل  باد په توپ ولی هغه بیا کله خوږیږي

چې په یوهډوکي سپی کیږي هغه کله کوچیږي

ولې و شرمیږې ته ولي و شرمیږې ته؟!

*** 

چې مشر سي بې شرمه، ولس پرېباسي له خجالته

  قاتلانو ته ورکوي مډالونه دبهادر ی بې غیرته

د خبرو بنۍ  وي  ورسره وهي سترګګونه بي عزته

لباس یې نه وي  دخلکو سره یو  شی د بې کرامته

ولې و شرمیږې ته ولي و شرمیږې ته؟!

[ ددوو خرو دانه نه ویشل] احمق او بی عقل کیدل، [زوله زوله] احمق او لټاڼ،[باد په توره وهل ] بیځایه هڅه کول ، [ پشنګان] د قافلې په سر کې روان خره [ خرډنګی] بې عقلي

دپزه په هوا نیولو پوست والی

 بیا سوې ټاکنې  هر ځناورپه داړلو وایي جزاکه لا

فرعون کچکول په لاس هر سبطی ته وایي جزاکه لا

دا برېت په لښتي اړولې نرم سوي لکه تبلیغیان

چې ګوته ورکړې په چینګه درته  وایي جزاکه لا

تل یې جلوس دی لکه د اشنغر سقات خوره ملایان

چې څوک  ورته غوږ سي لا   ورته وایي  جزاکه لا

خپلې بوري  یې سورۍ  دبلي سورۍ پسې دی روان

په لاس ورغلي تخرګ ته کړی ښه عدالت دی جزاکه لا

لکه ړانده  په هر خیانت دناخبري سترګې رپوي

چې یویې پر پښه وخیژي ورته  وایي جزاکه لا

دننه په خپل خیانت لکه  چنګوښې ټوپونه  وهي

 چې بهر یې خلک په ډبره وولي ورته وایي جزاکه لا

دنورو په وعدو هر یوپر ستیج پر سر و پر لم کېږي

 چې خپله پر څوکۍ کښېني  ویده سي جزاکه لا

هغه چې ناتو سره د پښتون ولس  دي قصابان

په ټاکنو کې پښتون رایې ورکوي جزاکه لا

عبدالله اوقانوني ورکړه ناتو ته  د وژولو قباله

اوس پاته نورو ته  لاره جوړه وي جزا که لا

راځئ په خوله لااله ، په زړه غلاته ور نه کړورایې

دا داړه ختمه کړو چې دنیا راته و وایي جزکه لا

راځئ په ړندو کي چپک اغا خپل  پاچا کړو

نه چې په ځان بینا په نورو ړوند بیا وایي جزاکه لا

ډیرو ساده ګانو چې دا بې مسولیته دور ولید

ول پاچاهي یې لا تر خره واني اسانه کړه جزاکه لا

یارانو چې خپلې رایې  ورکوئ مړونه ګورئ

خاینوته له  جرتک سره وایاست  نور بس ده جزاکه لا

[ تخرګ ته کول ] شی پټول ،[برېت په لښتی اړول ] دلیری  ښوول، پر سر و پر لم کېدل( ډیر په غوسه کیدل)

 

موږ چیري روان یو؟!

مخ په لوري رهي  د ترکستان یو

دغلو پسې موزون قدم سپاهیان یو

مسلمانان رهي  پسې دشیطان یو

په خپل کورکې د بل د ګټي  پاسبان یو

 موږ چیري روان یو؟ موږ چیري روان یو؟

***

درواغ مو نه ویل پخوا بې درکه او زوره

اوس رښتیا نه وایي بې پیسه ګکه او زوره

خپل د کور غلو ته سوي یو بیوسکه او زوره

دقاتل پسې چکچکې  کوو ښه غوړمالان یو

موږ چیري روان یو؟ موږ چیري روان یو؟

***

قاتل ، غل،غاصب  زموږ سوی امیر دی

  شوکمار   اختلاس ګر زمو سوی کبیر دی

 د بل نوکرو جاسوس زموږ سوی وزیر دی

قاتلانوته  لاسونه پورته  تسلیمیان یو

موږ چیري روان یو؟ موږ چیري روان یو؟

***

مقامونه دومره کښته سوه د واکوال

اهمیت د څوکیدار سو د ستر جنرال

پاچاهي ته ځان کاندید کړ شوم چغال

موږ ټوله دبګیلانو ګیدړو   چرګان یو

موږ چیري روان یو ؟موږ چیري روان یو؟

***

 چې پزه  یې باید پرې سي هغوی پيزوان غواړي

شرم ورک سو پزه  پرې دچاړو دوکان غواړي

 موږ یې له کلي شړو هغوی ارګ دخان غواړي

دنیا چې پرخره بار یې دهغه خره شاتران  یو

موږ چیري روان یو؟ موږ چیري روان یو؟

-
بېرته شاته