(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بڼ

د ملي ولولو خاوند، هیواد پال او اولس پال شاعر ښاغلی عبدالوهاب سرتیر :
د افغانستان په معاصره شاعرۍ کې زموږ تکړه او خوږ ژبې شاعر ښاغلی عبدالوهاب سرتیر هغه ملي، ټولنیز او ادبي سټه ده چې د ده د نوم سره زموږ د ادب او فرهنګ مینه وال آشنا دي.
ښاغلی عبدالوهاب سرتیرد حاجي صاحب عبدالغني زوی دی چې پر (۱۳۲۸) لمریزکال د ننګرهار ولایت د سره رود په موسی زیو کلي کې زیږیدلی دی. ده خپلې زده کړې د سید جمال الدین د ښوونې او روځنې په موسسه کې سرته رسولې دي. تر ( ۱۳۵۸) لمریز کال پورې د حبیبیې او استقلال په لیسو کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ښوونکي دنده لرله، او وروسته یې په رادیوتلوږیزون کې پر کار پیل وکړ.ده په رادیوتلویزون کې د شاعرۍ تر څنګ د خپل کار په موده کې په سلګونو لیکنې ، ګذارشونه، مرکې او دیالوګونه لیکلې دي.سرتیر صاحب همداسې یو شمیرښکلې او په زړه پورې رادیویي خپرونې هم جوړې کړې دي. دی په رادیو تلویزون کې د بلابیلو خپرونو لیکونکې، ویونکې، او چلوونکې و. سرتیر صاحب لکه زموږ نور هیواد وال د جهادي ډلو ټپلود خپل منځي جګړو له کبله د جرمني هیواد ته کډوال شو، او له (۱۹۹۳) زیږدیز کال راهیسې په جرمني کې د پردیسې ژوند تیروي.
له (۱۳۴۳) لمریز کال راهیسې د ده شعرونه د هیواد په مطبوعاتو کې خپره شوي او خپریږي او ده خپل قلم په دې لاره کې اوچت ساتلی دی.
ما د سرتر صاحب یو شمیر شعرونه د انځوریز په شکل ترتیب کړې دي، ستاسو د ادب مینه والو پام ورته را اړوم .
په درنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود

بڼ   کې  هم  ونې  شته  هم  بوټي  هم  ګلونه  اشنا

هم  پکې  نا څي   فواری  او  هم  رنګونه  اشنا

سترګې  له  زړه  سره  دمینې  په  رشته  وتړه

بیا  نو  د  بڼ  مزې  اخله  خوندونه  اشنا

 

ترتیب کوونکی: انجنیر عبدالقادر مسعود

شاعر: د ملي ولولو خاوند، هیواد پال او اولس پال شاعر  ښاغلی عبدالوهاب سرتیر

 
-
بېرته شاته