(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ما هغې ته نۀ پريږدي

حېــــران يمه په دې چې مې يوې ته نۀ پريږدي
ما دې ته نۀ پريــــــږدي او ما هغې ته نۀ پريږدي
ګناه مې مينه نۀ ده په څلـــــــور واړه مذهبه !!
دا خلک مې بيا ولې ستا کوڅې ته نۀ پريږدي؟
يو خوا مسافــــــــــري ده مزدوري ده ببر مخ يم
بل خـــــواته دا حالات مې آئينې ته نۀ پريــږدي
زۀ هم په زغل روان يمه د خپل مـــرام په لورې
که ستـــړي مزلــــــــونه مې دمې ته نۀ پريږدي
خيامه بوئ دې اوس هم ځي له خلې د شرابو
دا ځکه خـــــــــــو دې اومنه کعبې ته نۀ پريږدي

غزل
راته راغلي په دلـــــــو دلــــــو بلهــــــا خطونه
خو زۀ چې لولمه نو ستا خطونه ستا خطونه

يوړل له مانه د فـــــــــــــراق تُندي هوا خطونه
د عشق مضمون باندې ليکلي چې وو ما خطونه

ګوره د يو خط په ځواب دې هم اونه نمانځلم
تاته خـــــــــــــــــو ما ليکلي وو بلا بلا خطونه 

داسې سپـــــــــرلو په ملاکنډ رنګونه اوټوکول
لکه د ښکلو په مـــخ راشي د ښکلا خطونه

ځان له ېې زړۀ په لټـــــــــــــولو پسې اوچولو 
خدايزده چې ورک دې له خيامه دا د چا خطونه

-
بېرته شاته