(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دستا تصویر


زه دې تصویرپه رنګینوکې وینم

کله پامیرپه لوړو غرو کې وینم

   کله نرګس کله ګلاب ښکاریږې

کله دې باز په سردرو کې وینم

چې کله کله کې  پناه شې رانه

بیا دې د مینې په خوبو کې وینم

کله بیا لوړ  د اباسین څپو کې

کله دې دنګو چنارو کې وینم

کله خوش بو لکه دګل د نارنج 

د ننګرهارښکلو  باغو کې وینم

ته یې  تصویر ته د رازونو نړۍ

زه دې مدام په خپل خیالو  کې وینم

 ستا داسپیڅلې   ګلورینې  هیلې

دا ستا  تصویر خوږو شعرو کې وینم

ته یې د هیلو د رازونو  انځور

زه دې د سولې ارمانو کې وینم 

دا ستا ارمان دستا تصویرپه شان دی

زه دې د سولې په جامو  کې وینم

نیمګړې هیلې

د ژونــــد بهـــیر پــــه بیــــړه بـــیړه درومي
تل خوشـــــحالــــي اود زړه سر دې نه وي

کلــــــه نا کلــــــه داســـــې ډېــــــر پيښیږي
چې څـــــه کـرې حاصل او بر دې نـــــه وي

داسې هستي زمینداري بـــه څـــــه کــړې 
ځمکه دې ډېــــره وي بـزګـــــردې نــــه وي

او یا د ځـمکې د حــــاصل نـــــه ورســـــته
فصل دې پوخ شي او لوګــــر دې نــــه وي

هــــغه تنـــــــها د بـــېوسۍ موقــــــعه کــې
مشکل دې ډېر وي کمک ګــر دې نه وي

ملیاره !تــــه بــــه هم خوشحالـــه نــــه وې
چې نیـــــالګي کېنـــــوې ثـــمر دې نـه وي

ژمی بـه څنګه پــــه خوښۍ کې تېر شي؟
چــې بام څڅیږي او خټګـــــر دې نـــــه وي

دا تنــــــهایې بــــــه څــــــه لــــذت ولـــــــري
په کور کې ناست یې او دلبر دې نــــه وي

د داســــې وصلـــــــــه نا امیـــده یــــــې تل
واده دې کــــــړی و ي پســـر دې نــــــه وي

چې د اشـــــنا پــــــــه تـــمه تمـه ناست یې 
ورځ دې اوږده شي مازیګر دې نــــــه وي

یا پـــــــــه چرتونـــــــو او فکـــرونــــــو د یار
شـــــپه دې اوږده شي او سحر دې نـه وي

د شــــوګــــیرو د خپل جانــان نـــــه ورسته
خـــــوب دې راغلئ وي بستر دې نــــه وي

چي غــــــریبي او بـــې وسي وي مــــــــدام
پـــــــه تبه پروت یې او ډاکتر دې نـــــه وي

چې کلــه کلـــــــه خـــــوشحالي پېښه شي
پرواز دې زړه غـــواړي وزر دې نــــــه وي

د بــــې انــــصاف درزي دظلـــــمه روستـه
کالي دې جــــوړ وي خو ټــټر دې نــــه وي

داســې وخــــــتونـــــه د نیمګــــړو هیلـــــو
کلـــــه پېښیږي چـــــې هنـــــر دې نـــــه وي

یا کــــه پــــه هر څــــه بانــدې پوه یې مګر
پـــــه لاس کې زور نلـــــرې زر دې نـــه وي

داسې تنـــــدی هـــــم پـــــه داغلــــــو ارزي
چــــــې خوښۍ نلــــرې اختــر دې نــــه وي

یـــــو خـــــوږ ارمان لرو پـــــه زړو کې ربــه
چې نور جنګ نــه وي ستمګر دې نه وي

خاونــــده بــــــیا هـــغه وختونـــــــه غــواړو
پښتانـــــــــه یو شي لـر او بـر دې نــــــه وي
------------------------------------------
سمیع الدین افغاني

-
بېرته شاته