(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

وطنه تل مې تاپسې ځورېږي زړه

اوس په چیغو چیغو کله تشېږي زړه

پرون مې د جومات پېتاوي رایاد شو

قسم چې لاترواسه مې خوږېږي زړه

ما ته په تعویذ کې خړې خاورې راوړئ

چې د غریب مساپر پرې رغېږي زړه

د دنیا اورونه ورته خړ سترګې شي

په داسې اور مې ګوګل کې سوځېږي زړه

زمونږ ښار کې زمونږ دښمنان ګرځي

خود مې له ډېرې غصې نه خوټېږي زړه

زه او درد همېش سره غاړه غړۍ یوو

نه غاړه غړوي شم ،نه سمېږي زړه

احمدزیه دا ته هم عجب سړی یې

مدام دې د هېواد په غم غمېږي زړه 

غزل

د مینې کار او بار کې نقصان خو به وي

د زړه سودا کې د زړه تاوان خو به وي

چې په خپله د عشق اور ته ځان ګزار کړي

نو د لمبو په منځ کې ګوزران خو به وي

اوس چې سترګو ته په کومو سترګو ګوري

بیا د هغو سترګو نه باران خو به وي

سم دم سړی شي لېونی چې مین شي

د پاګل سړي څیرې ګریوان خو به وي

که پرېشاني یې وي د پرېشانو زلفو

لکه احمدزی پرېشان پرېشان خو به وي

Jawid Ahmadzai

-
بېرته شاته