(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما وينه، ساقی، پښتونستان ، دون صفت

پښتونستان زه په زړه ازار پښتونستان يمه زه دښمن ته خار پتونستان يمه خپله ازادی که مو په برخه شوه جوړ د ګلو هار پښتونستان يمه ________________ زما وينه وينه زما د هر رنځور دوا ده ماته بيا وينه د انګور دوا ده زما زړګی د زليخا زړګی شو هغی ته صرف ديوسف نور دواده ________________ ساقی مانه می وينی غمو وچۍ کړلی ځکه چی وينی د انګورو څکمه ساقی که تا سره خومونه نه وی اجازه راکړه څو جامونه څکمه ________________ دون صفت دون صفت غلام صفته خلک څه دې ژوندی ښکاری حقيقت کی واړه مړه دی حيس صفت دانسانيت هغو کی نشته چه په وينو د مظلومو څوک ماړه دی ________________ مبارک د شه دا خبر په هره ژبه خوند راکوی پښتو ويل په عبادت کې راځې حفيظ ( ملياره ) مبارک د شه دا دا پښتانه به په جنت کی راځې

عبدالحفيظ ( مليار ) ٢٤\١� \٢� � ٧ م ويانا اتريش Abdul Hafeez Malyaar Ostereich -
بېرته شاته