(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بیټ نیکه

بیټ نیکه او پښتنوته دده دعا
بيټ نيکه چې د(٣٥٠ )ليږديز په شا اوخواکې ژوند کاوه په پښتنو کې لوی پښتون او مشهور نيکه تير شوی دی٠دبيټ نيکه نو م نه يوازې دپښتنو په تاريخو نو کې ر اغلی دی ،بلکې دهند دمغولي واکمن ددربار مورخ ابوالفضل علامي په خپل مشهور تاريخ آئين اکبري،نعمت الله هروي نورزي په مخزن افغاني، اونورو تاريخونو لکه مجمع الانساب، معدن اخبار احمدي ،تاريخ ابراهيم شاهي ،داخوند درويزه ننګر هاری په تذکرت الا برار او پښتو مخزن الاسلام او د سيلمان ماکو په تذکرت الا وليا کې دبيټ نيکه د نامه يادونه شوې ده٠ بيټ نيکه ، سړبن او غر غښت درې واړه ورونه ول او نن ورځ د پښتنو ډيرې قبيلې ددغو دريو واړو ورونو اولاده ګڼل کيږي٠ 
سليمان ماکو په خپل کتاب تذکرت الاوليا کې دبيټ نيکه په اړوند داسې ليکلي دي
" نکل کاندي يارانوچې کله شخ بيټنی سپين ږيری شونو به يې هر کله څښتن ستايه اورب نه به يې
غو ښتل چې زما او دسړبن او غر غښت په کهول برکت کښيږده ! خدای دده دعاقبوله کړه او ډکه شوه ځمکه د پښتو نخوا ددوی په کهول٠ دلته دشيخ بيټ نيکه هغه منا جات ولولئ چې دکسي په غره کې
يې وايه او دسليمان ماکودتذ کرت الا وليانه مو
رانقل کړی دی:
لويه خدايه! لو يه خدايه!
ستا په مينه په هر ځايه
غر ولاړ دی درناوي کې
ټوله ژوي په زارۍ کې
دلته دي دغرو لمنې
زمونږ کيږدۍ دي پکې پلنې
داوګړي ډېر کړې خدايه!
لويه خدايه ! لويه خدايه!
دلته لږ زموږ اور بل دی
ووړ کورګی دی ،ووړ بورجل دی
مينه ستا کې موږ ميشته يو
بل دچا په مله تله نه يو
هسک او ځمکه نغښته ستا ده
دمړو وده له تاده
داپالنه ستاده خدايه!
لويه خدايه! لويه خدايه!

Dr.Latif Yad

-
بېرته شاته