(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خان شهیدته پېرزوینه

رمضان ارماني سهیلي پښتونخواکویټه

 

تایادومه ستررهبرسترقهرمان شهیده

په تانازېـږي پښتانه خان صمدخان شهیده

ته وې رهبردپښتنوتاخپلواکي غوښتله

دغلیم سترګوکښي ازغی وې په ایمان شهیده

تاهلي ځلي تل دقام دخپلواکۍ کولې

ته خوپه مینه دخپل قام شولې قربان شهیده

کاروان تیاردی ستاپه لاره دي روان پښتانه

غواړي وطن دپښتنوپښتونستان شهیده

داستعماروې لوي دښمن داسي ښکاره وې څرګند

هروخت بندي به وې په بندکښي په ارمان شهیده

چي ته شهیدشوې سوخفه دالراوبرافغانان

هرچاژړلې چي شهیدشو سترافغان شهیده

کلونه تېرکړل تاپه بندکښي تل زموږدپاره

زه ارماني دي یادوم ډیرپه خفګان شهیده

 

-
بېرته شاته