(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنه هيله

زما دزړه په لوي جهان کښي له وختونو له کلونو خدای جوړ کړی سلطنت دی لوی دربار دی لوی رياست دی پکښي ګرځي او راګرځي زر سرتيري د خيالونو زر شېربريتي د دردونو زر مينځياني ارزوګاني زر مريان د ارمانونو * * * * * * يوه دنګه ښاپېرۍ ده څوارلسم غوندي سپوږمۍ ده ملکه د سلطنت ده د احساس تاج ئې په سر کي لکه لمر داسي ځليږي د سکون تخت ته چي خيژي ته به وايي چي بريښنا ده پاس له ځمکي هسک ته خيژي د سرو وينو يو سور فرش ئې تر قدم لاندي غوړيږي سپين د اوښکو سمندر ئې و راسته خواته روان وي د زخمونو سور انګار ئې و چپه ته خواته روان وي په پسې ټول وزيران وي د جانان ښائسته خيالونه په سلام ورته ولاړ وي جنرالان ښکلي فکرونه * * * * * ملکه نه ده يو نور دی يو ښائست دی يو سرور دی په سپين مخ کي ئې دوه سترګي لکه غشي په کمان کي چي يوازي ويني ژاړي چي يوازي وژل غواړي سپين لاسونه ئې دوه ستوري سپين بدن ئې کهکشان دی چي پاس وګوري لږ پورته خوار اسمان ورته راکوږ سي چي پر ځمکه نظر خپور کي ټول جهان ورته راکوږ سي * * * * * * زما په ذهن کي هنداره دې سوالو ته ځواب غواړي اخير دا ملکه څوک ده ؟ دا زما د زړه واکداره او ددې نامه به څه وي ؟ خلګ وايي شاعري ده ستا پر زړه ئې پاچهي ده ستا خيالونه ئې رام کړي ستا دردونه ئې خپل کړي ستا په اوښکو ئې غزلي ستا زخمونه ئې سندري کائناتو ته ويلي خو نه نه داسي ګوره نه ده !!!!! دغه ښکلي هسکه پيغله چي زما پر زړه حکومت کړي دا يوه هيله پښتنه ده په فطرت کښي مي اخښلې يوه مينه پښتنه ده

خالدهادي حیدري ٢٤ جنوري ٢� � ٥ نيوجرسي ،متحده ايالات

!Khalid Hadi Blog!

Khalid Hadi Haidari -
بېرته شاته