(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شرابي سترګې

شرابي سترګې دجارشم په خمارخوراته ګوره 

ای دحسن سوداګرې په باربار خو راته ګوره

په نظر دشهلا سترګودزړګی راته زخمي کړ

دبڼو غیشي دشماره په هر وار خوراته ګوره

ته مې شعر ته مې غزل یی ته ټپه یې د ملالې

زماعزم دپښتون دی پاس په دار خو راته ګوره

ستادمخ په شمع سوی خواراوزارخاوری ایری  یم

دپتنګ په شان ستي یم په انګار خوراته ګوره

د ارمان قبرمې ګوره ستایادونه پکښې خښ دي

که په قبرګلان نږدې نو خارزارخوراته ګوره

که دحسن په ګلبڼ کې ما حفیظ ملیار مالیارکړې

ای مغرورې کبرجنې لکه یار خو راته ګوره

4 یزه 
کاروان درومي سپي دې غاپي چې غپیږي
د افغان په تاریخ هر څوک ښه بوهیږي
ای حفیظ ملیاره خس او خاشاک پریږده
اخر خپله په غپلو ستړی کیږي

انسان ښکلی دی 
مینه منم وفا منم ماته انسان ښکلی دی
دانسانیت لباس کې ولله چې جهان ښکلی دی
زه د بشر د ژوندن حق ته احترام لرمه
دورورولۍ او محبت داشین اسمان ښکلی دی
دمرګ اوژوبلې اوازمړوای صداقت وای هر خوا 
په دا لڼډعمرکې د ژوندکول ارمان ښکلی دی
کاشکې چې جوړه شي په سوله کې دمینې دنیا
هرې لیلاته خواکې ناست دزړه جانان ښکلی دی
که دا نړۍ ګلاب ګلاب سپرلی سپرلی شي چیرته
حفیظ ملیار ته خودا خپل افغانستان ښکلی دی

-
بېرته شاته