(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزلونه اونظمونه

ما سره سر وو زما سر ارزښت له لاسه ورکړو
زما مولا، د ستا هنر ارزښت له لاسه ورکړو

دومره تکرار، دومره تکرار شو، چي نور هيڅ نه کيدل
بس خو بيخي مهم خبر ارزښت له لاسه ورکړو

فطرته ستا نظام خبر دے او که نه دے. خدايزده
بې وخته ښاخ پريږدي، ثمر ارزښت له لاسه ورکړو

يار ته پوهيږې ولې نا؟؟ سا نحه نه ده کنه
خو يو پيغام او پيغامبر ار زښت له لاسه ورکړو

ممتازه! ما او زخم يو بل سره او منله
هر مسيحا. هر چاره ګر ارزښت له لاسه ورکړو

***
په لاس کښي مي د عشق تار تار لمنه ده او زۀ يم
بدنه! ستا د بل بدن غوښتنه ده او زۀ يم

ما ښام دے. او د ورکې يو احساس مې زړۀ کښي ناست دے
د ښار رڼا رڼا فضا غمجنه ده او زۀ يم

بيا درد نرے نرے دے.بيا تکل دے .د درملو
بيا جامه ستا د سپينې خولې بلنه ده او زه يم

د خپلو محروميو په واورينه دشته زغلم
اميده! ستا ظالمه ازموينه ده او زۀ يم

ژوندون، حالات، تدبير.يو مثلث زما په برخه
ممتازه! خو ګريوان دے تار دے ستنه ده او زه يم

***
له يو حده له يو ځايه ښکلي ښکاري
ځنې خلق بس له ورايه ښکلي ښکاري

يعني دلته غم په تلو نکو پسې نشته 
دا هر څۀ دې ځکه سرايه ښکلي ښکاري

د يو بل په مقدسو وينو رنګ دي
د ادم بچي دي.خدايه. ښکلي ښکاري

بيا له کوم ګړنګه لويږمه نظره !!
يار دا څوک دي؟ سر تر پايه ښکلي ښکاري

کله کله چې هيڅ نه ښکاري ممتازه
هلته هم دا خود نمايه ښکلي ښکاري

***

څۀ مې شوې ورځې شپې؟؟ ښه ،واوړيدې؟؟
غږ ورته اوکړم؟؟ خو ځه، واوړيدې

خاورې را باد شوې د هر لوري نه
او په يوه دريڅه، واوړيدې

اوس مي د هيلو په پيالو نظر
مه کوه، مه کوه، مه ، واوړيدې

ما نه زما سترګې قسم په رب
د ستا د سترګو سره واوړيدي

ممتازه اوښکې مي په زړۀ با ندي
دا يې لا بله مزه واوړيدې

***
مضمون يمه صاحبه که عنوان يمه صاحبه
حيران يمه صاحبه پريشان يمه صاحبه

دا خوف دے.؟ او که خداي دے.؟ راسره دے ورسره يم
ولاړ يمه صاحبه، که روان يمه صاحبه

غلام د خپلې راېې. زه غلام يم د خپل فکر
مالک يمه ،مختار يمه ،انسان يمه صاحبه

او هو. د ستا د خيال احترام هم په سر او سترګو
ښه وهم يم صاحبه، ښه ګمان يمه صا حبه

ممتاز يمه صاحبه. څو لمحو ته بې پروا يم
ودان يمه صاحبه. که ويران يمه صاحبه

***

جملو کښې تل خالي ځايونه پريږدم
زه په ذهنونو کښې سوالونه پريږدم

څوک به په دي لاره راځې .خداي خبر
مجبورۍ! ستا د لاسه پلونه پريږدم

راګ بدلوم ،چي شي فضا بدله
جرات کوم ځنې سرونه پريږدم

خپله خبره خپل مثال جوړوم
تنګ شوم صاحبه! مثالونه پريږدم

ممتازه! ما ته ډير کارونه پراته
بله چاره نشته کارونه پريږدم

***

نشه يمه .که لږ يمه که ډير يمه صاحبه
نن زۀ هم د هغو سترګو په څير يمه صا حبه

هاي هاي ما نه خو هير دي چي ته څنګه را ياديږې
را ياد کړه کنه څنګه درنه هير يمه صا حبه

مودي اوشوې خاموش يمه، مودي اوشوې خاموش يې
مودي اوشوې، سوالونو کښې راګير يمه صاحبه

د زړونو د ساتلو مر حله ده راته پيښه
د زړونو ما تولو نه راتير يمه صاحبه

لږ ځير خو شه ممتاز يم، د ممتاز په ماتم بوخت
د تور څادر په شان له ځا ن چا پير يمه صاحبه

***

ځه، د تسبو له سينو تار اوباسه
ځه،کنه ځه، توبې په شمار اوباسه

نه به دې وژني نوحه ګر سړيه!!
اوباسه، خولې نه يکه زار اوباسه

اې! راګير شوے باريکيو کښي يم
اې! تۀ زما ويښتو کښي لار اوباسه

يو کرم اوکړه. ما ته کار او ګوره
يو کرم اوکړه، ما له کار اوباسه

ممتازه! سم دانه وانه شه پسې
له پوسته ځان لکه انار اوباسه

***

د ضرورت په طرفدارو کښي يم
ضميره! ستا په ګناهګارو کښي يم

تۀ لکه باد په هره لاره راځه
زۀ لکه ګرد په ټولو لارو کښي يم

د ملنګۍ ازار مې او نه وهي
له يو څو ورځو دنيا دارو کښي يم

او کنه ،تا ته مي هښيار او وييل 
ښه! لکه زۀ هم په هښيارو کښې يم؟؟؟؟

ممتازه ژوند د کربلا سا نحه
دا ساه چې اخلم عزادارو کښې يم

***

که مې هر څو نشه پوره ده، راوايې ړوه
ساقي چي ستا د لاس پياله ده،راواېې ړوه

ما ګناه ګار هم لږ خبر کړه. تيارۀ کښې يمه
مخ دې کتاب دے، سيپاره ده، راواېې ړوه

د ايېنې خامۍ شميرونکيه. خبره واوره
څۀ پکښي ګورې؟ سر چپه ده،راوايې ړوه

د زړۀ خبره خولې ته راوړه ،هيڅ باک مه کوه
بس خو يوه لويشت فاصله ده. راوايې ړوه

په پرده پوښ پسې اوژاړه.ممتازه پټ مخ
ستا د پګړۍ لويه شمله ده. راوايې ړوه

***

ته کله نه د زمکې تماشې کوې اسمانه؟؟
څۀ خيال په حال د دې ماتم کدې کوي اسمانه؟؟

زه اورم چي يوه ورځ به ته هم ټوټې ټوټې شې
تر کومه ته باور په دې قصې کوې اسمانه

د ستا د سيارو دشت نوردي زما ارمان دے
تضحيک مې که هر څو د ارادې کوې اسمانه

څه خداي خو مي تۀ نۀ يې چي مجبور شم نو درګورم
اخر څۀ مداوا مې د اسرې کوې اسمانه!

ممتاز ستا د هيبت له دايرو نه يم وتلے
سلام به مي هم تۀ د حوصلې کوې اسمانه

***

چي څومره په دي لاره وړاندې ځمه حيرانيږم
تا واخلم. که تا او نيسم قدمه حيرا نيږم

هو. زۀ چې تا ته ګورمه له ځانه لرې کيږم
هو، زه چې ځان ته ګورمه صنمه حيرانيږم

آخر ولې پالمه.دا يو څو رشتې تر اوسه
آخر کله مړيږم له ستمه حيرانيږم

غږونو تاسو څۀ يئ ؟اي لفظونو تاسو څۀ يئ؟؟
کلامه حيرانيږمه. قلمه حيرانيږم

بس زۀ يې انکشاف بولم پرده وي نور څه نه وي
ممتازه! له ادمه تر دې دمه حيرانيږم

***

لپه کښي اوبۀ او په اوبو کښي زما مخ
تندې ! څۀ مطلب؟ په دايرو کښي زما مخ

پرې مې ږده زۀ ګورم په ځير ځير دغه څيرې
ورک دے اې صاحبه! دې څيرو کښي زما مخ

ورځ ده. اودروي مي يو ديوال ته مخامخ
شپه شوه، راته ښاي ايينو کښې زما مخ

ښه .ښه. ته به نه وې يو څو شپې زما تر څنګ
ښه، که ما نه هير شي يو څو شپو کښي زما مخ؟؟

دومره زۀ ممتاز شمه څرګند لکه د ستا
څومره چي رانغاړم په پردو کښې زما مخ

***

بل شانې غم دے
يار راته ګرم دے

خفه يم، خاندم
دا څۀ ستم دے؟

هغه دې غواړي
ګله! قسم دے

زۀ کافر نه يم 
هغه صنم دے

ممتازه ژوند خو
ها،ها، کرم دے

***

تيارۀ به وي زما پرهر به رڼايي نه کوي
سړيه .هر څوک لکه ستا .بې وفايي نه کوي

هغه خفه دے،چې زۀ ګرځمه په ورکو ورکو
زۀ مرور يم چې زما رهنمايې نه کوي

پا څه نهره ، نمر را اوختو، خبره کوم
تا څۀ وييل ؟ چي څوک تر کومه سبا يي نه کوي؟ا

ستا د وصال د خوش فهميو په ولقه کښې نه يم
په ما دي ظلم اوس جانانه جدايي نه کوي

ممتازه سترګې خو يې شته، نو سترګې ولې غواړي
حيران يم خلق ولې سوال د بينا يې نه کوي

***

په چپتيا کښي وه ګويانه ميکده
ما پيدا کړه په اسانه ميکده

خاندي داسې محروميو کښي يو څوک
لکه ړنګ ښار کښې ودانه ميکده

اې صاحبه! ورته مه کوه ښيرې
مه وړه مه وړه تر اسمانه ميکده

خانه څوک ېې؟څۀ ګمان لرې په ما
ما ته ولې غندې خانه ميکده

شوه ممتازه د اذان غږ سره بند
جوړ ساقي کړه مسلمانه ميکده

***

تۀ وايې څۀ دي؟ چي ېې زما شپې رابيدارې کړې
زه وايم څه دي؟ چې يې د ستا سترګې خمارې کړې

لاره ده کومه؟ دلته خو لاره هم بې لارې ده
څنګه تا زۀ کړم.؟ او بيا تۀ ما څنګه بې لارې کړې؟

عجب ا حساس دے، زۀ شوم د لفظ غوندې خاموش خاموش
عجب احساس دے، ستا يې خبرې مزيدارې کړې

زما دنيا کښي..زامن لګيا شول مور يې بوره کړه
زما دنيا کښې.. وروڼو په وروڼو خويندې ورارې کړې

ممتازه څوک وو؟؟ چي ښار يې ښکلے په هندارو کړو
ممتازه څوک دي؟ چي يې ټوتې ټوټې هندارې کړې

***

يوه خبره سل مطلبونه
دا څۀ دي. يره؟.سل مطلبونه

اوړي را اوړي .خوځي راخوځي
جار دې له سره.سل مطلبونه

له ما غريبه نه پوره کيږي
وا ستمګره سل مطلبونه

لاړو مبهم شو چې اخيستل دې
له خپل هنره سل مطلبونه

د ممتاز واوره.دا نقطه ښه ده
پريږده نظره. سل مطلبونه

***

اسمان ته ګورم
ورو ورو بدليږمه په اوښکو
د زمکې حاله
لږ صبر ،لږ صبر ، را اورم

اسمان ته ګورم
د لا محدود وسعت احساسه
غيږ کښې مې واخله
زۀ ډير تنګ شوے يم.ځان ژغورم

اسمان ته ګورم
د ستورو سترګې خريدارې
اوس به را اوځي
دا څو رنګين خوبونه پلورم

اسمان ته ګورم
خپله قصه له کومې پيل کړم
په دې سودا کښي
کله اودريږم.کله شورم

اسمان ته ګورم
ممتاز په خړو خاورو ناست يم
درد څڅومه
په دواړو موټو خاوره زورم

***

دا د نصيب وهلے زۀ. دا د تقدير وهلے زۀ

چا په متروکه راکړو شړق. چا په زنحير وهلے زۀ؟

په خاموشيو کښې راګير. په حيرانيو کښې مې کور
خال د رنجو شوم. خو په مخ. د يو تصوير وهلے زۀ

د مروت د کلي خان. د يارانو د ملک با چا
کله احساس زپلے زۀ. کله ضمير وهلے زۀ

څۀ شو زما مظلو م ارمان. څۀ شو زما محروم ارمان
نيسم يې پښې يمه ازار. د دي فقير وهلے زۀ

سترګې مې سرې سر مې ببر.نا زړۀ زړۀ ستړے ستومان
دا يم سحره زۀ ممتاز. دا يم شوګير وهلے زۀ

***

بېخي په خپل منتر په خپل جادو دې مستوم
هنره! د دې خاورې په خو شبو دې مستومه

زړګيه !بې خوندي شوه هغه سترګو ته ورځو
مزاره! خاموشي شوه په حق هو دې مستوم 

تۀ خيال يې زما. هر يو دم دي غواړم نوے رنګ
لټون مې يې .ګام .ګام.په جستجو دي مستوم

ماښام شو زه خمار سره پر هر پخلا کوم
دلګيرې تنهايۍ ارو مرو دې مستوم

ممتاز يم په نطر کښي مي راوړے دے مست ساز
درګورم د پينزيبو هر ګنګرو دې مستوم

***

زندان ويران شو
هر کور زندان شو

زۀ په چاک پروت يم
او هو .باران شو

تۀ مهربان شوې
خداي مهربان شو

چرته به ځي نو
ځان مي روان شو

هم دا ي وس وو
ممتاز حيران شو

***

زما ارمانه
ما سره لوي ما سره زوړ شوې
زما همدمه
خداي خو مې مه کړه بې له تانه

زما ارمانه
زما د هغه شپو ملګريه
چې زۀ تنهاوم
ډير ويريدم له خپله ځانه

زما ارمانه
زما د هغه لارو ياره
چي نه سايه وه
او نه وريځ وه مهربانه

زما ارمانه
زما مسيحه! لاس مي نيسه
زۀ په عذاب يم
ژوند راته درد دے.بې درمانه

زما ارمانه
سړي خوارې تيرې خورې دي
خو زۀ ممتاز يم
او تۀ زما ډيوه روښانه

***

په کومه هيله درنه اوکړمه تقديره ګيلې
تت شوے رنګ به دې تازه نه کړي تصويره ګيلې

هره کړۍ به دې د شرنګ په انتطار کښي شي زنګ
د ليوني درنه پيدا مه شه زنځيره ګيلې

بخښمه نا..د عبارت د مرموز حسن قاتل
زما به ټول عمر ژوندۍ وي له تفسيره ګيلې

قسم په خداي چي د بې نيازو له قطاره اوځې
قسم په خداي تا سره نه ښاي فقيره ګيلې

چې په ممتاز دي څوک مني د مروت له رويه
ستا دې د هر ټکي نه او څاڅي تحريره ګيلې

***

قصه خوانۍ ده
د پښتنو په وينو سره ده
د ګلو ښار کښې
شوي د اوسپنې ږلۍ ده

قصه خوانۍ ده
د وحشت ديو پکښي ولاړ دے
مرګ په خندا دے
زېړه زبيښلي زندګۍ ده

قصه خوانۍ ده
د کربلا منظر تازه دے
د يزيد تيغ دے
او د معصوم اصغر مرۍ ده

قصه خوانۍ ده
د سوو سوو چيغو زور دے
زړونه ويران دي
بيا د بارودو سره سيلۍ ده

قصه خوانۍ ده
ممتازه پورته جنازې شوې
خبر تازه دے
ګني قصه خو پخوانۍ ده

***

نۀ دې د خط معنې ته رسم نۀ د خيال معنې ته
لمنې نيسم د لفظونو کو م سوال معنې ته

احتياط لازم دے د بيان د جادوګرو ښار دے
هره لمحه وهلے کيږي يو ديوال معنې ته

د معنې خيال کړم بې لحا ظه اذيت سره مخ
نۀ مې معنا خيال ته رسيږي،او نۀ خيال معنې ته

نغمه پرست يمه په اور کښي اودريدلے يمه
نۀ چا سر مطلب ته پريښوم نۀ د تال معنې ته

ممتازه! حال مې ولې نۀ پوښتي حيران پاتې يم
پۀ خوارۍ توري لټوي زما د حال معنې ته

Poet: Mumtaz Orakzai

-
بېرته شاته