(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بې غوره پښتنو نه خپه پښتو

23.12.2013

پښتو دخپلو بې غوره بچیانو نه ډیره خواشینې او خپه ده .په سرو سترګو ژاړی اووایې زه ستاسو مورنه یمه .اولادونه خو دخپلې مور قدرکوی ،خو تاسو ماته په سپکه سترګه ګورئ.تا سو زما بچیان نه یاستئ، تاسو پرما شرمیږئ ،پرما ملنډې وهئ. زه خو غریبه او بیوزله یمه .تاسو زما لاس نیوی نه کوئ اونه مې پورته کوئ.نوکه زه مړه شمه هماغه وخت به ستاسو هویت او پیژندنه هم ختمه شي اوبیا به دتاریخ دحافظې نه هم هیر شئ. نوراځئ اوس هم سر وخت دی ماته دمور په سترګه وګورئ ! زما قدر او پالنه وکړئ ! زه که نن لویدلې یمه نو ما پورته کړئ! ما دنړۍ دنورو ژبو سره سیاله کړئ، زه ستاسو خوږه پښتو یمه .زه دتورزنو او اتلو پښتنو ژبه یمه ، زه دتاریخ دمعرکو او دخپلواکۍ سندره یمه.زه دکروړ، خوشال، احمدخان اومیرویس ژبه یمه .زه ستاسو دنیکونو بیټ،سړبن او غرغښت ژبه یمه پرتاسو ډیر حق لرمه ،اخر ستاسو موریمه ستاسو مور.

د بې غوره پښتنو نه خپه پښتو

پښتنو درنه خپه يم
ستاسو ژبه نه يم څه يم؟
تاسو پريښې يم بې قدره
وروسته پاتې يم بې حده
تاسو ما باندې شرميږئ
تاسو ما پورې خنديږئ
تاسو ماته سپک نظر کړئ
تاسو زما ځينې حذر کړئ
تاسو څرنګه بچيان ياست
تاسو څرنگ انسانان ياست
زه مو موريمه زامنو
زما خدمت وکړئ ښاغلو
دسيالۍ يم غورځيد لې
سرلوړۍ نه غورځيد لې
ښوونځي کې مې ځاى نشته
پو هنځي کې مې ځاى نشته
نه دفتر کې ځاى لرمه 
نه بهر کې ځاى لرمه 
زه خو ژبه دکروړ يم
زه خو ژبه ستا دکوريم
زه يم ژبه دغوريانو
دسوريانودلوديانو
دباننگه ابد ا ليانو
دتورزنو هو تکيانو
دخوشال او دروښان 
دصوفي عبدالرحمن
زه لرغونې نه يم څه يم 
ستا سو ژبه نه يم څه يم؟
نورې ژبې پرمختګ کړي
ستاسو ژبه پر شاتگ کړي
کتابونه پکې نشته
قاموسونه پکې نشته
په گوګل کې يې ځاى نشته
کمپيوټر کې يې ځاى نشته
نوڅه وکړئ!
پښتنو درباندې غږ کړم
ستاسو ژبه ده نن خواره
پښتوژبه ستاسې مورده
دروندنظر درځينې غواړي
درنه کار غواړي داژبه
درنه زيار غواړي داژبه
ملاوې وتړئ درجارشم
دپښتو شمله کړئ هسکه!
دپښتو شمله کړئ هسکه!
(ياد)

-
بېرته شاته