(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما ګرانه وطنه

زمــــا ګــــرانه وطنـــه، په څه تــــوره بـــلا پریوتې

د غـــلو شـــوکمـــارو په لاس، تالا والا پـریــــــوتې

له پامیره تر سپین غــــــره، لــــه خیبره تر بــــولانه

د جګړی اور کې سوځیږی، په ستره  واویلا پریوتې

ټول  ټپي  ټپي یې، پرګنې دې خــــوارو زاری  شـــوی

لور په  لور ماتم  دی، د هـــر چــا له تســـلا پــریـوتې

د چم ګاونډ له لاسه، تورتمــونو کـې راګیر  شوی ته

لرو بر تیاره  ده، د پـــوهنـــې له  ځـــلا پـــریـــوتــې

ځوانی ککرۍ  دې، هـــره ورځ  ګــــور ته روانی دي

د استکبار ظالم  له  لاسه، په  دویمـــه کـــربـلا پریوتې

ځار  دې  شــــــــم  وطنــه، قـــــربان  دې  شــــم  وطنــه

د استعمار په  تـــور زندان کــې، لکــه  مندیلا  پریوتې

ټپوس خړوس سرونه، د  ډالرو  غـــــلامــان  دې  ټــول

ته شوی خوارو زار، په  دردونو  مبتـــلا پــریـــوتــې

سره  یو شـــــئ  افـــغــانانــــو، ګـــني  ورک به  شـــئ

د ملی  نفاق  له  لاســــه، پرګنـــي بیلـــی جــلا  پریوتې

زما  ګرانه وطنه، په  څه  تــــوره  بــــلا  پــــریــوتــــې

    25.12.2013    شاعر  :  بسم الله اکبري

ترتیب کوونکی  :  انجنیر عبدالقادرمسعود

 

 

-
بېرته شاته