(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پـير/ژوند لکه سپينې اوبه

ژوند لکه سپينې اوبه

خیال د ژوندون نه ساتو دومره بې تدبیره یو

ستا سترګو ته نیغ ګورو موږ څومره بې پیره یو

ډک خم په سر اړوو، وعظ د ملا نه اورو

ښکلو سره مینه کړو نور نو بې تقصیره یو

ژامه د لیوه باسو مرګ مو پرې لوریږي نه

ښکار ته کمان نه لرو زړونو ته بې تیره یو

رنګ سره بلد نه یوزړونه مو دي سپین ساده

خیال د انځورګر لولو خپله بې تصویره یو

ژوند سپینو اوبو غوندې غواړو یې نغمو غوندې

ستړي یې له وینو یو ستړي یې له ویره یو

 

پـير

بوی د نرګسو له دې باغه په څه ویرو تلی

خیال نه مې پټ ستا دخوږو سترګو تصویر وتلی

کله ماتیږي تا ګنډلی که جفا کړې که ناز

زړه نه مې تیر و بیر دا ستا د بڼو تیروتلی

ساقي له مخ نه دې نور نه اوري نن زما په ګومان

له میکدې څخه ناراضه کوم فقیر وتلی

دا خلک پیژني یوازې د خزان بادونه

له دې د یاره دخوږو وږمو بهیر وتلی

دا مریدان به خو د یو بل په کنایو یادوي

دې خانقاه څخه لیواله د عشق پیر وتلی

شاعر : عبدالغفور لیوال

ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادرمسعود

31.12.2013 Dienstag 

-
بېرته شاته