(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خيراتي

چې د ساز د موتازۍ نه مې ساتي
غر د سوز يې راله راکړو خيراتي
بې نيازي يې سرچينه زما د نياز
د چينو په خوا کې ساه توکي قاتي
په عالم يې دے ويشلے دومره واک
جنتونه پکې ويشي اسخاتي
ما په څيرې ګريوانه رټي نادان
ستا په ګوتو کې څوک نه ويني بياتي
ژوند مې سم لکه قيدي د رتنبور
ياد دې سم لکه د سوات ملاقاتي
نه ما پيژني نه خان نه دا عالم
خدايه!..تا راته راښايي اڼاتي
که په توره حوره وګتله زبرګ
په ګل مړ شو عندليب خرافاتي

02.01.2014

-
بېرته شاته