(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزلې

پښتانه په ترنم کی


په خپــل کلی کی ئی مړه کړه ټول کمزوری پښــتانه
شــــــپه نه ده رڼــا ورځ ده ورته ګـــوری پښـــــتانه
مادیاتو ئی په زړونو کی یرغـــــل په غـیــرت وکړ
د چـا خــــــــبری نه منی ســــــر زوری پښــــــتانه
غـلیمه په دی غرونو کی سنګر نیول دیر ګران دی
د لســــو شــــــاته لس ولاړ لس نور ئی پښـــــــتانه
دا یون به تر هغی وی چی ژوندون مو راسره وی
کابل او پښاور کی به سمـــــــــــسور ئی پښــــتانه
چــــــنار خبری وکړلی کاروانه لږ خـــو تـم شـــه
چی جمع شی د دی چــــنار تر سیوری پښــــــتانه
درویشه بیدار اوســـــه بلواګرو هر څه لوټ کړل
پام دا ځــــل چـــیری یوسی څو توری پښــــــتانه
وطن کی غمی شته دی غاړه کی به کړم تری جوړه
که خـــــــدای راته ژوندی لرل دا ستوری پښـــــتانه
دنــیا لیــونی شـــــــویده دنــیا ورته بـــد ګــــــوری
(کاتــــــب) به د دواړو ســـــترګو تور ئی پښـــتانه

***

یه نصـــــــــــیبه کله چی خبـــری د ګل زده کړم
بیا به د اغـــــزو سره یو ځای اوسیدل زده کړم
نن زما په ژبه فقـــــــط ســــتا د نامـــــــه توری
کله به دلــــــبره د دی تــــــــورو لیکل زده کړم
ته که د ســـپوږمۍ په څیر په وریځو کی پټیږی
زه به هم په تا پسی د ســـــتورو مزل زده کړم
راشـــــــه چی د زړونو غوټی پرانیزو په خپله
هسی نه چی تا غوندی د زړونو چول زده کړم
زه کله پوهـیږمه د ســــــــــترګو په خــــــــبرو
مړه مړه راته وګوره چی ستا نه کتل زده کړم
تا که په تحـــــــــــفه کی د ګل پاڼی راکـــــولی
زه به دی ـ کاتب ـ شم زه به چل د غزل زده کړم

***

یه نصـــــــــــیبه کله چی خبـــری د ګل زده کړم
بیا به د اغـــــزو سره یو ځای اوسیدل زده کړم
نن زما په ژبه فقـــــــط ســــتا د نامـــــــه توری
کله به دلــــــبره د دی تــــــــورو لیکل زده کړم
ته که د ســـپوږمۍ په څیر په وریځو کی پټیږی
زه به هم په تا پسی د ســـــتورو مزل زده کړم
راشـــــــه چی د زړونو غوټی پرانیزو په خپله
هسی نه چی تا غوندی د زړونو چول زده کړم
زه کله پوهـیږمه د ســــــــــترګو په خــــــــبرو
مړه مړه راته وګوره چی ستا نه کتل زده کړم
تا که په تحـــــــــــفه کی د ګل پاڼی راکـــــولی
زه به دی ـ کاتب ـ شم زه به چل د غزل زده کړم

***

زړه چی دردونه درنه ســــــــتړی نشـــــی
زما د ژونــــد قصـــــــــــه نیمګړی نشـــی
زما د خـــــــیال دنیا ورانیږی اشـــــــــــنا
چی ســــــــــــتا غمــونو ته ځانګړی نشی
زه او زړه دواړه هجــــــــــــــــران ووژلو
اوس ئی قصـــــــــــــاص په یوه مړی نشی
بیا به رضـــــــــــا شـی بیا به راشی جانان
که غمـــــــــــازان مو منځـــه ګړی نشـــی
د کلی خـــــــــــــلک دی شـــــړی * کاتبه
کــه چـــــــــــیری غــلی دا وګړی نشــــی

***

 

بے گناہ مے زڑہ غمگین دے زکہ ژاڑم.
وفادار یم زڑہ مے سپین دے زکہ ژاڑم.
مرور آشنا بہ بیا پہ لاس را نشی.
شک بدل مے پہ یقین دے زکہ ژاڑم.
نہ مے زڑہ لا ھغہ یار نۂ صبریگی.
نہ حاصل راتہ تسکین دے زکہ ژاڑم.
زہ پہ خپلہ غریب نہ یمہ یارانو.
خو قسمت زما مسکین دے زکہ ژاڑم.

***

دا غزل ستومان صاحب ته ډالی کوم!
ای نصیبه کله چی خبری د ګل زده کړم
بیا به د اغزو سره یو ځای اوسیدل زده کړم
نن زما په ژبه فقط ستا د نامه توری
کله به دلبره د دی تورو لیکل زده کړم
ته که د سپوږمی په څیر په وریځو کی پټیږی
زه به هم په تا پسی د ستورو مزل زده کړم
راشه چی د زړونو غوټی پرانیزو په خپله 
هسی نه چی تا غوندی د زړونو چول زده کړم
زه کله پوهیږمه د سترګو په خبرو
مړه مړه راته وګوره چی ستا نه کتل زده کړم
تا که په تحفه کی د ګل پاڼی راکولی
زه به دی کاتب شم زه به چل د غزل زده کړم

***

زړه څومره ساده یی شوی په چامین
اوس راپوری خاندی هغه ستامین
وم دتورو غرونو او بانډو سړی 
شوم دښار دښکلو په ادامین
خدایه په دنیا کی داسی څوک مه کړی
ماغوندی غریب سړی په چامین
مینه دی (کاتبه)په لاس رانغله
هسی لالهاند یی وارخطا مین

***
لکه روژه می په دا لویه لاره ماته کړله
توبه می وه توبه می ستا لپاره ماته کړله
د کلی پیغلی پیغور رانکړی چی 
ګوره ورته هغه نیازبینی دی وعده له واره ماته کړله
اوس دی انځور زما په زړه کی هسی نه ځلیږی
چی ستا جنون می د زړګی هنداره ماته کړله
زه د شونټی په لمبه درغلم او نه ویریدم
خو تا وړه غونډی ډیوه له ډاره ماته کړله
پرون ئی سوال کوه کاتبه چی ته راوړه بنګړی
بیګاه ئی توله مټه بیا له قاره ماته کړله

***
ښکلی چی می پوهه په معنی د یارانی شی 
سترګی ئی د اوښکو ډکی پکی پیمانی شی
زه دی د لوظونو د لفظونو نه هار جوړ کړم
ستا له لاسه ولویږی دانی دانی دانی شی
ویر په ترنم کی او خندا په ترنم کی
ته چی دواړه یو کړی ورنه جوړی ترانی شی
ولویږی تری جامونه خومان اړوی په سر
ستا په راتلو ولی دومره مستی میخانی شی
څو چی د دی پوری غره ګورکری پخی نشی
څنګ به دی (کاتبه) د یار جوړی بهانی شی

Poet: Katib Shah,  08.01.2014

-
بېرته شاته