(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.02.2014نظم

داګلــــونــــه مــــاشومــــــان دي
دسبـــــــا ورځي ځــــــــوانان دي
 
وقــــــلم تــــــې ضـــرورت دئ
ودې دم تـــــــــې ضرورت دئ
 
مــــعرفـــت چــــــي پكښي راشي
ټـــولــــــــه ژوندبې روڼ سباشي
 
مـــــورو پــــــــلار به په نازيږي
امـــيدونـــــه بـــــې غـــــــوړيږي
 
زمانــــــــه مختــــــه روانـــــــــــه
خلـــــــګ ولاړو تـــــــــرآسمانــــه
 
اوس دنـــــــوي جنګ آغـــــاز دئ
پــــــــه قلم كښي يـــــه پټ راز دئ
 
قـــــلــــــم دارنـــــګــــه ډالــــــۍ ده
محتــــرمــــه پـــــــــــرنـــــــړۍ ده
 
دهــــــرچـــــــــــــا لاس ور رسيږي
مــــاشومان يــــــــه ډيــــــرخوښيږي
 
خـــــداي وركـــــــړئ ستر مقام دئ
چــــــــاليدلئ پـــــرډېــــــــــران دئ ؟
 
ابتــــــداء شـــــوې قــــــــــرآن كښي
دقلـــــــم سپيڅلي شـــــــــــــان كښي
 
ماشومــــــــــان چــــي كړوپـــــرلاره
دسبــــــــــاورځـــــــــې دپــــــــــاره
 
دابــــه لــــــويــــه كاميــــــابي وي
بيــــــابـــــه لــــوي الله راضي وي
 
زمـــوږپــــــرخاوره به سكون وي
بې لــــه غــــمه بــــــه پښتون وي
 
 
سولـــه سولــــــه بې پرخوله وي
زمـــــوږپــــــه شاني به بيانه وي
 
دجــــــــنګونــــوچاپــــېريـال كې
پـــــه نفاق نفاق وبــــــــــــال كې
 
عمــــري پـــــــــرموږ شــوه تېره
پـــــه جنګونــــــواوپــــــــه وېره
ــــــــــــــــ
په درناوي
محمدعلي عمري

 

-
بېرته شاته