(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

28.02.2014طنزونه تازه شول

ټاکنې څنګه  ښه خوند کوي !!!

ټاکنې دي  هر چیرې، مزې دی دچټي برو جشنونو

هر یو ځان ګڼي دخیانت په حساب، له ډرو سوبمنو

 هرې خواځړیږي  رنګه فېلمي عکسونه پوسترونه

ته چې وایې ولس مین دی دهغوپه مردارو مخونو

 پر ستیجونو د ښځو د حقوقو هر خوا نارې وهي

د نارینه حقوق چا وکړي پاته سوه د خوارو میرمنو

په هر محفل کې وریجي غوښې په ښاخۍ بادیږي

محفلونه دي  هر یخواته دپنځه ستار رو هوټلونو

ولسه مه  ساده کیږه  د چوپړتمه کوې  له هرغداره

 دهغه چې ددښمن  میلیونونه لګوي په ټرو ټاکنو

تر اوسه چا  داسې خر کس دی لیدلی په دنیا کې

مور زاده  غل سي  په اختیار کې د سرخروپتمنو

دا ټوله لګول سوي  بیرته د ولس له ګیډې باسي

سره  دټولو لګښتونو ، ګټواوچندرو سودونو

 

***

زه یې تررایې ورکولو دې ته یم ډیر  خوشاله

ګوندې ورکه سي  دا  کڅونه د مردارو بویونو

ښه یې دا دي  چې  خدای اوس دمه خلاص کړو

تر نویو ټاکنو پورې ، له ډیرومردارخورو پمنو

وړونو په پټو سترګو د هغو غوړې مړۍ وهئ

تاسو هم څه  زده کړئ له هغو ،ډیرو هیرو خاینینو

رایې هغه ته ورکړئ چې ستاسو پوره په زړه وي

دنورو په خوړو آباد کړئ من تن خنده رو ښادمنو

دا پیسې ټولې وینې ددې غریب خوار ولس  دي

ښه چې راووځي له بغل  جیبه دلاله رو بدلمنو

هغه  کاندیدان چې دنورو په پیسو تجارت کوي

 اخیر به ددې وطن بازار چلوي په پردو نرخونو

دا ټوله کاندیدان   ددې هیرو نظام چورلنډان دي

مه ختاوځئ په خبرو د دې خېله ککړوپرتوګونو

   ددوی ایمان یوازې دی یوازې  واک او پیسې

د حیا ټنۍ  نه لر ي ډمان سوی د مردارو خوشمنو

 

دسقاو د زوی پوهنتون !!!
 
ړوند ته په وطن کې دی قحط الرجال
هر خاین ته مشر او اولیا دی خردجال
هر  ایږ او پیل چې ټنبه یا مردار سي
هغه زموږ د  وطن سي اتل او ابدال
له هغه خړیسو ویریږئ چې ډالرته یې
غوړولي وي هر کنج کې د غڼي جال
هر څوک چې هر څه کوي کوي یي
په دې دولت  کې نسته یوگوشمال
پوه په دې دولت کې نه پیدا کیږي
بېله نخروچال ، دلال  او جولاجال
په واکمنو کې نه پیداکیږي هیڅ څوک
چې بنده کړې دا د ماشومانو خر و لال
چوپر لپاره  نه ورکول کیږي چاته څوکۍ
چې مقر ر سي هغه سي دچرگانو گال
دلته څوک آرامي او عدالت نه غواړي 
هر قاتل خوښ دی په وطن کې په جنجال
په هر ویاړ ان دکلتور په ږیره لوبې کیږي
هر خروان دی دلته وزیرجنرال او مارشال
***
چې دوطن له سپیر و څخه یو سي مردار 
اتومات یې قام ته تکیه کوي پارکال
په سپینو دهغه تور دومره ښه ویل کیږي 
ان شراب اودخنزیر غوښه کړي حلال
یو یې رهبر بولي  یو یې خپل اصلي پلار 
په دې وطن کې څومره قدر لري غوړه مال
هر نقال غواړي د شیطان ولمانځي اوبال
چې تل عزت پاته سي په وطن کې د زولال
دوحشي ژوو دلاسه د دې  وطن دادی حال
په دې  ټول چپ وطن کې غله لري استقلال
په خوار ملت دا د پر دو ټپل سوي بیوال
بزرگ یې مه بوله هر یو د پردو دي ریشمال 
***
دنیا وال دعالم  نوم په  پوهنتون ایږدي
موږ پرې پژوال کشال، یرغمال او پیخال
کله چې ددې ولس خدای سم کړي  ا قبال
په تروږمۍ کې ورباندې راوخيږي هلال
کله چې الله  تیر کړی دولس یو بدسگال
یوپوهنتون  دهغه په نوم کړي دابنگریوال
 
یوه غونډۍ دخوار ملت یې  په نامه کړي
ته چې وایې دده دپلار دی دا بیت ما ل
که ډلگۍ مشر وي زموږ همداسې وطنپال
اخیر به د هیواد نوم کړي د کوم یوخیرنپال
ډلگۍ مشره! ولي پوهنتون ،بندیخانه نه !
پر بندیخانه ایږدي څوک نوم د غلو نړیوال
 دهغه ملک چې وي پوهنتونه دغلو په نامه
دهغه د محصلونو به څه وي ښه  اعمال
بهتره داده په خپل اولاد دهغونوم کښېږدې
نه د وطن د اصیلو مشرانو اود خاورو پالوال
گوره! ملت په هیڅ شی دومره نه خپه کیږي 
لکه چې تا کړه دپوهنتون په دې نومونو ملال
ستا  ثنا مي واریده  ډیر سوی یې خایه مال 
سیاستوالي دی زده نه کړه سوې آخیر غسال
تر آخیره د وطن اصیل بچی نسوې چپنکي
ټول ملت دی خوشی کړ د یو قام سوې پوزمال
خدا یه ژر در واخله دا دوطن دهرڅه دښمن
رښتیا وایی نه جوړيږي شندوخاني د تور لال

وییونه :(گوشمال) جزا ورکوونکی ؛(خرولال) دماشومانو لوبه ؛( گال) چغال ، گیدړ)؛غسال( دمړو غسل ورکوونکی)؛(ابدال ) نیک سړی ؛( پارکال ) اقتدار؛( پالوال ) وفادار؛ (پیخال ) د مرغانو فاضله؛( بدسگال) بدخواه؛(زولال) جابر؛( هلال) نوی  میاشت؛ ( ریشمال) دووس؛( پژوال ) خادم؛(کشال) لانجه من؛( بیوال ) نوکر.

زوړ امام زړې تراویح 
 
مشر ځي په تخت یې شخړه ده د غلونو زامنو
هغه چې غله غدویې کړه  ددې هیواد له تالیمنو
لیوان، ماران ، لړمان ،غنډلان یې دومره ډیر کړه 
ولس یې اوس نه پوهیږي  چندان په اثر  دنیښونو 
دا ټاکنو کیسه هغه  کیسه ده  د لیوه او پسونو
یو پسه له مرۍ نیسي بل  دپښو او بل له لاسونو
دپوخ ښکاري ډول ډول وي لومې او دامونه
ښکار نیول غواړې څه  بندوي په پښو یا سرونو
پام یوه غولن ته په مسکا،کوربه کیږې د لیوانو
ټوله تړلي دي د یو بل سره په کولمو او جیبونو
عدالت او  پشرفت ،قانون ،رفا اوتداوم
دا ګڼله یو یې نه پوهیږي په مانا ددې وییونو
زلمی ، ارسلا، عبدالله ،غنی او رحیم به
آخر خړي سترګې ناست وي دیوبل ترڅنګونو
دهر یوه په ټاکلو دا  ټوله بیا   واکمنان کیږي
دا ټوله دارګ د ماڼۍ دي له رنګارنګو ګلونو
زما خبره به دی هغه وخت په یاد سي
چې کابینه جوړه سي وروسته له ټاکنو
بیا به  همدا خړ والي اوبرګ وزیر وي
دریشی  به ځای ونیسي ځای د چکمنو
همدا چې دنیا  په جنګ کې په تامني ټاکنې
پوه سه د نړیوالو موخه ده زموږ د غولونو
اخیر به خړ و برګ برګ و ټګ ته تیر سي
دا ټوله ددې نظام دي دژړ غوڼو بد شګونو
که یو ته کرار ګوته ورکړې د پخواني خیانت
ټوله به پام وکړي په خبرو کي په خپلو کونو
 

 

طنز

 څوک دی ټاکونکی ددې ښو اوبوزونو؟

ولي خیال کوي په مرییانو د خیالمنو

که رښتیا څوک زموږ په رایو پاچا کیږي

بل ته ولي واک ورکوي زموږ د قتلونو

د دیموکراسۍ په کوز ولي پټوي  اشغال

  په اشغال کی کوم خر اعتبار کوي په ټاکنو

ولي ما غولوې چې زما دی دا ټوله اختیار

هرڅوک پوهیږي دا واک  دی داهریمنو

یو هم ځان نه ټاکي دولس د چوپړ لپاره

ټوله غم اخیستي د ډکولو د سندوکونو

دتمویلونکي داسې  کاندید په کار دی

 چې په  رتبه  کې لوړ وي له ټولو خاینینو

چې یې  دحیا ټنی نه لرلې په نظام کې

وه غله  له د وزیر انو ،والیانو او مشاورینو

هغوی چې ښه پوهیږي په خیانت اوتداوم

ولس به بیا ورست کړي د هغوله  تربختونو

لوی لالایې ټاکي  وا یي خلکو یم ټاکلی

بې اثر وي  هر ډول زهر دکورني دښمنو

***

راځی له بده لا برتر خپله موږ پیدا کړو

چې ناروغي دکرکې ډیره ولري د قومونو

ډیر یې فساد کړی وي ډیره غلا او وژل

ډیر چاغ  سوی وي دخیانت په ویټامینو

دفساد سرطان یې ټوله  رګونه وي نیولي

شیطان یې غرورته  شا ګړولی وی د غوږونو

وبه ښیو دنیا ته  موږهم خاین ټاکلی سو

لاندې خو به و هغه زموږ دجنترمنترونو

زړه به مو درد نه کوي چې مشر بل ټاکلی

 خپله مو ټاکلی که څه دی له لویو خاینینو

داچې  هم مردار خوروي هم ټاکلی و ي بل

داسې ملت  خپله ګڼل کیږي له پسکاونو

که چا ونه منلې موږ سره داسې ټاکنې

موږ هم مشر نه غواړو له دې  ټولو ژاولنو

 راځي جرتک ورکړو دنیا  ته په  دې  ټاکنو

بایکات وکړو وایو نه غواړو یو له دې دوړنو

 Pohanmal Mahmood Nazari

-
بېرته شاته