(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

21.03.2014د پسرلي زیری

د پسرلي  زیری

راغی پسرلی بیا به وطـــــن ګل و ګلــــــزار شــــي

بیا به په وطن کې د بلبلـــو چــــغـــــهــــار شــــــــي

دوه خواږه  یاران به  بیا طواف د دې ګلشن کوي

جوړ به په وربل باندې د ســرو ګلـــــو قطار شي

ډکه به لمنه د صحـــرا لـــــــه زیــــــړو ګلـــــو وي

بیا به شنه شالونه غرو  رغو  بانـــدې اوار شـــــــي

کډې به باریږي د اوښانو غــــــرغـــــــړې  بــــه وي

رنګ په رنګ ټیکري  به  بیا ښکاره په دغه لار شي

وايي به شپانه د شوق سندرې  بیا د غرو په ســــر

وچ سپیره  ډاګونه به رنګین او لاله زار شــــــــي

جوړ به په هر ځای کې بیا د لوبو میدانونه  شي

بیا به  له مستۍ نه شر و شور جګ د آبشار شــــي

ښې خوږې سندرې به له شوقه  لوی واړه  وایـــي

پاڼې به رپیږي غــــږ به پورتــــه د چنـــــــار شـــــي

ښکلي به په ګلو پسې ځي د باغ  په لوري بیـــــــا

ناز به د خوبانو ټول په برخـــــــه د ملیـــــــارشــــــي

زړوکې به ګرمي او حرارت پیدا د مینـــې شـــــــي

څاڅکي د خولو به طراوت د مـــخ د یــــــار شــــــي

تاک به شي سر سبز نوی کیف به بیا پیدا کا ندي

ځوړند به سرونه دغنچو بیا په خمـــــــــار شــــــي

یو ځای به بلبله شي که خدای کا ندي له ګل سره

ښه وږمه د ګلو به پخــــپله ښـــــــه ریبـــــار شـــــي

شاعر : استاد ګل پاچا الفت       ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادرمسعود

 

پسرلی را روان دی

ګورئ  پسرلي   ته را  روان دی له مستۍ  سره

راغی  د رنګونو او  عطرونو له  هستۍ  سره

ځغلي  پر  کمرونو د  ګلانو  له ځولۍ  سره

لوبي  له  وریځو، او اسمان، او له نړۍ  سره

جګې  له  نسیمه  د  ژوندون  نوې  سندرې  شوې

تویې  له  بارانه الماسونه  مرغلرې  شوې

وریځو  مرمري  تاجونه  کېښوده په  غرونو  کې

شنې  زرغونې پلنه خپله  لمن کړه په  رغونو کې

زاڼې  امېلونه شوې  د وریځو ګریوانونو کې

ویښې  ترانې شوې د سیندونو  په  رګونو کې

جګ  یې  د شپنو له  شپیلۍ نوي  فریادونه کړل

ویښ  یې  د بزګر په  زړه کې  نوي  ارمانونه کړل

سترګو  د  اسمان  کې  غلي غلي ګردشونه دي

غېږې  د وریځ کې  لا  پراته سل  تندرونه دي

نن سبا  له  خاورو راوتونکي  سره  ګلونه  دي

سم  له پسرلي سره  د نوي ژوند فکرونه دي

جار  دې  شم  وطنه  له  دې  نویوشازلمو  سره

ته دې  تل ژوندی  یې له  دې ګڼو  ولسو سره

شاعر :اکادیمسین سلیمان لایق         ترتیب کوونکی: عبدالقادرمسعود

-
بېرته شاته