(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

29.03.2014غزل

راځه، راځه هغه زړه دېره لاړنګه نه ده
د لاس سرونو ته مې شناخته فى الحال دنګه نه ده
خير دى غربت مې لا غيرت راڅملولى نه دى
هرڅه په نياز دى دازل برخه مي تنګه نه ده
په دسترخوان کې پلاؤ نه لرم خو دال لرمه

ستا په راتلومې تندى خاندې ګنجه ټنډه نه ده
دلته به واوري پښتنونه د پښتو خبرې
کيسه شروع ده بيانېږي نوره ځنډه نه ده
فقط مرويس او ملالۍ يې ګورته ورسول
هغه ژوندۍ د شملو مور ده پښتو شنډه نه ده
دا د کوپړو په سر څرخيږي پل يې نه دريږي
څه د وربشو او جوارو دوړو ژرنده نه ده
د پښتو دومره مانا يوه ژبه کې هم نشته
په مخامخ يې سروهي د فريب کنده نه ده

کوټوال خو ځکه انديښمن يم چې پښتون ويده دى
د غليم دام رانه چاپير دى دا ملنډه نه ده

29.03.2014

Stori Magazine 7th Year  11th Issue

 

-
بېرته شاته