(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.05.2014زه خبر وومه وړې محبوبې


يا ليونئ زه خـــــو خبر نه وومه ! 
چې ته رښتيا ما سره مينه کوے 
ما نه ګڼله چې په نه ليدو کې 
ته به د عشق قيصه سنګينه کوے 
ستا به د هرې ورځ جنګونه ګرانې 
په دې اظهار د مينې څه پوهيدم ؟ 
په دې خبره کله زه پوهيدم 
خدائي زده چي نه پوهيدم نه پوهيدم 
ته لکه مسته غريــزه پيــــغله 
د محبت اظهار جنګـونه وو ستا 
کله ملګرې کله نه ملګرې 
بس عجيبه غوندې کارونه وو ستا 
پس له څه وخته چې زه وپوهيدم 
حيران په دي خبره ډير شومه زه 
ما ته د خپل ماحول نه يره وشوه 
خدايه په کوم غم کې راګير شومه زه 
چې څه به کيږي زما پاکه خدا يـــه 
دغه معصومه جينئ نه پوهيږي 
زمونږ عمرونه خو ډير کم و زيات دي 
هغه په دې خبره څه پوهيږي 
هغه تنکئ ده زما عمر تير دے 
د ژوند رنګونه ئي ليدلي نه دي 
ما خو د عمر ډير تراخه خوړلي 
هغې د ژوند خواږه څکلي نه دي 
مــا ورته ډير په يره يره اوئيل 
زما او ستا يو ځائي کيدل به ګران وي 
د ګلو څانګې زه کيکر د صحرا 
په دغه عمر کې هر څوک نادان وي 
زه ستا په هيڅ صورت لائيق نه يمه 
بل ځان ته وګوره د ژوند ملګرې 
هغه په دي خبـــره وژړيده 
چې بس هم ته مې ئي د خوند ملګرې 
سلګئ ئي ورو ورور ډوبې ډوبې شولې 
دومره ئي اوئيل چې اوس څه وکړمه ؟ 
نورې خبرې ئي کولې نشوې 
نه مني زړه مې په زړۀ څه وکړمه 
يو څو لحظې وه داسې غلې غوندي 
بيا ئي زما نه دا وعده واخيسته 
څۀ عجيبه وه تقاضه د هغې 
زړه مې په دې غټه صدمه واخسيته 
زه دلته نور ژوندون کولې نشم 
د اخيري خواهش اظهار کومه 
که ته په دي دنيا که نشوې زما 
تا ته به هلته انتظار کومه

-
بېرته شاته