(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

16.05.2014 مرداره پیسه


16.05.2014  :       په اهلیت کې

د پردو ښویکی جوړوي له تا مرداره پیسه

د خپلو تریوکی جوړوي له تا مرداره پیسه

مسلماني او پښتونولي دې سمه هیر ه وي

د ټولنې خوشکی جوړوي له تا مرداره پیسه

خوشکی ( سوډر)

***

 په سیاست کې

جنتي او رهبر جوړوي له تا مرداره پیسه

وکیل او مشر جوړوي له تا مرداره پیسه

ته چې مرداري ګردی ځغلوې لکه مرغټانه

الم سور اوځیګرور جوړوي له تا مرداره پیسه

***

په غیرت کې

نه خاینیږي چې خاین سي افغان

بیاپه تشو بولو پلوري  ایمان

ممیز او پنبه دانه ورته سي یوه

هر تراشیلي لرګي ته سي کمان

 

***

په محبوبیت کې

نن  چې دلته یو خر  وزیر مقرر سي

ترکوډي اوپردي یې میلونر سي

واه دا مقام چې  دی هم تخت او بخت

هغه خر په  ټاکنو کې بیا رهبر سي

 

 

-
بېرته شاته