(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

19.6-4.7.14 طنزونه تازه شول

 بوین ګلونه 04.07.2014
دوطن  ټوله سره غله دي کړه مشران
واکمنان دي کړه ټوله دچور لیونیان
خښتګ څري  دي کړه دلته قاضیان
مور پلار ازاره  دي کړه وزیران والیان
ستا دښایست بوین ګلونه ډیر دي 
ژریې کوم یو ستا سږمو ته ونیسمه
****
ودي کرل په وطن کې د نفاق شلغمان
پیدا کړه خراسانی،  تاجک اوافغان
نفاق  دي کړی دنظام د بیړۍ بادوان
له غله کیسه بره دي جوړ کړ کاردان
ستا دښایست بوین ګلونه ډیر دي
ژریې کوم یو ستا سږمو ته ونیسمه
***
غله دي  مقرر کړه ټوله کور وران
په ځان دي را ټول کړه ټوله  ټګان
غاصبان دي کړه ټوله له یوه سره قدردان
هریخواته دي خوشي کړه سپیان
ستا دښایست بوین ګلونه ډیر دي
ژریې کوم یو ستا سږمو ته ونیسمه
***
رادي نه وست دې  وطن ته امن امان
د ولس دي ونه ایست په ماړه نس دبرق ارمان
ناروغان لا ټوله  ځغلي تر هندوستان
رشوت خورو دي په ولس ګران کړګذران
ستا دښایست بوین ګلونه ډیر دي
ژریې کوم یو ستا سږمو ته ونیسمه
***
دا بنایي کارونه چې سوي دلته چندان
یوه برخه د مرستو دپیسو ده  دجهان
چور ، غصب او رشوت دي کړ اسان
دجرم بښلو ته دي دنیا سوه حق حیران
ستا دښایست بوین ګلونه ډیر دي
ژریې کوم یو ستا سږمو ته ونیسمه
***
د پاچا کار دی عدل، اتحاداوقانون
په فساد کې دي اول نمبر کړ وطن ګران
په تېله اوټمبه پاسوي قانون پارلمان
وکیلان دي خپله دي دهغه نا فرمان
ستا دښایست بوین ګلونه ډیر دي 
ژریې کوم یو ستا سږمو ته ونیسمه
***
دنیا درکړ د اووم ناکامه هیواد عنوان
دکاردان په ځای دي مقرر کړ نادان
پښتانه   دي ونومول دنیا ته تروریستان
په هغو دي لوریدلي تل بمباردمان
ستا دښایست بوین ګلونه ډیر دي
ژریې کوم یو ستا سږمو ته ونیسمه
***
په دوړوویشتلو دي وطن کړ ستومان
سپی کړې ته خپل نازولي پارلمان
ښځه کړي ته خپل دټاکنو سازمان
ټکوی دي دواړه خپل مرستیالان
ستا دښایست بوین ګلونه ډیر دي
ژریې کوم یو ستا سږمو ته ونیسمه
***
 
سړکونه جوړ سوه ډنګړ په پیسو پرېمان
ډامبر یې چاغ کړه  ستا ډنګر وزیران
 افغانستان دی کړ  د دنیا ښار ناپرسان
وطن چکله بس سو چې نه لري نګران
ستا دښایست بوین ګلونه ډیر دي
ژریې کوم یو ستا سږمو ته ونیسمه
***
بې استنجاه دی اودسونه  تازه کړه په  ستان
ستا وروسته به په یو ګوزهغه سي وران
دومره پیسې راغلې لکه ریګ پرېمان
دهغه ټولو پيسو ته وې یوازې پاسوان
ستا دښایست بوین ګلونه ډیر دي
ژریې کوم یو ستا سږمو ته ونیسمه
***
اوس له وطنه تښتي دچا دلاسه دا افغانان؟ 
په ګاونډ کې مهاجر دي ډیر وطنداران
په ایران او پاکستان کې دي ډیربندیان
یوازې دلته ښه ژوند لري دغلو خپلوان
ستا دښایست بوین ګلونه ډیر دي
ژریې کوم یو ستا سږمو ته ونیسمه
***
د خپل سیوری ډاریږې ته وړۍ پهلوان
کوم اړخ د ي  خلکو ته کړم زه اعیان  
کاشکې ته ولاړ وای په خپل پیمان
کلتور ته دي نه وای رسولی تاوان
ستا دښایست بوین ګلونه ډیر دي
ژریې کوم یو ستا سږمو ته ونیسمه
***
ملی ګټو ته دي پام ونه کړ چندان
په مصلحت دی لوچکان کړه بزرګان 
محاکمه دي نه کړ یوخاین بې وجدان
له پردو د یرغل نه سوې د وطن پاسوان
ستا دښایست بوین ګلونه ډیر دي
ژریې کوم یو ستا سږمو ته ونیسمه
***
دچال او غبن دي پاک نه کړ افغانستان
مسلمانان دي دلته کړل بې ایمانان
ژوند دي دلته  سخت کړ دسم مسلمان
فرهنګ چلیږي دلته د ګاونډ ایران
ستا دښایست بوین ګلونه ډیر دي
ژریې کوم یو ستا سږمو ته ونیسمه
***
په ګوز دي نه خاندي ستا والیان
قانون جوړ سو نه یې مني ګل مرجان
سړکونه جوړ سوه نه لري یو امان
مکتوبونه جوړ سول نه لري استادان
ستا دښایست بوین ګلونه ډیر دي
ژریې کوم یو ستا سږمو ته ونیسمه
***
دلته دي مورپلار ازاره کړه حاکمان
دپردو چلیږی ډیر ښه دلته چاکران
خوله دي  وخوندوله د د نیاپر افغان
موږ پوه نسو ته ایلین یې که انسان؟
ستا دښایست بوین ګلونه ډیر دي
ژریې کوم یو ستا سږمو ته ونیسمه
***
په اوبو لیکې کښل و ستا هر بیان
له پېښې وروسته ستا څټ ګرول و آسان
ستا ناړې مښتلې په هر پرېکړه   د پارلمان
د بل په پرتاګه ځان پټوې تا لکه نادان
ستا دښایست بوین ګلونه ډیر دي
ژریې کوم یو ستا سږمو ته ونیسمه
***
دلته ستونزمن سو د ښو خلکو ګذران
آزاد لاس لري په دولت کې قاچاقبران
لوچګان او نشه یان سو ه مظاهره چیان
د یموکراسۍ ده په زوره واک غواړي توپکیان
ستا دښایست بوین ګلونه ډیر دي
ژریې کوم یو ستا سږمو ته ونیسمه
***
کنایې
څټ ګرول( خجل کیدل)؛سپی کیدل( بې اهمیت کیدل )؛ښځه کیدل ( بې زړه کیدل)؛ دوړې ویشتل ( دروغ ویل)،پر اوبو لیکې کښل( بې ګټې کار)؛ناړی مښتل( بې ځوابه پاته کیدل )؛د بل په پر تا ګه ځان پټول ( د بل چا چوپړ کول) ؛ د شپیشتو پر ښاخ خیژول ( ختا ایستل)
اوبه تر ورخه تیریدل ( فرصت له لاسه ورکول)؛خوله خوندېدل ( آموخته کیدل  او جرات ور کول
خښتګ څرل ( بې ناموسي ).
 

دټاکنې ګټې
  
پۀ کاندیدانو کې هغه ښۀ لا کوم دی ؟
په هغو کې ګوره  چې لږ ښه لا کوم دی؟
دیموکراسۍ ده لږ ښه ته ووټونه اچوه!
په وټونو هغه ټاکل سوی لا کوم دی؟!
***
اول نارې د چوپړ سي دخر ناکامه کاندید
اخیر ماغزه ښکاره سي دخر ناکامه کاندید
د واک لپاره د وطن له دښمنانو سره مل سي
دځان په ګټه د غلو لمن نیسي خر ناکامه کاندید
***
دهغه غلوچې انتخاب له اوله موشه خر وي
یوازې ددرغلی لمبه یې په زړه د هر ډر وي
مکار پردي خوشحاله دهغه په مشري وي
دا بزرګان چې غوره سي دوطن سره زر وړي
*** 
هغه کاندید چې غل اوولس ته په چل وي
دپوه او غلو څخه یې غوراوی تل غل وي
د هغوملت د راتلونکي دي خدای ساته
په هغه خوار ملت به تل دغلو غوبل وي
***
په پایله دټاکنو به هرمرو د غلو الا الا سي
پردي تلویزیونو به خامخاپه واویلا سي
چې واورې دټاکنو وروسته دهغو غرتي پرتي
د دهغو غلو په کاغ عقل به دي خندا سي
***
بزرګانو داسې کړی دا وطن اعیار
چې تل واکمن وي دلته غل ا واغیار
​داسې لانجه ماران یې دلته وروزله
دهغو هرزه تخم نیولې د وطن شدیار
 25.06.2014

غلا سوې محاکمه 

زموږاو دبین الملل محاکمه چاکړه غلا
چا وتړل زموږ د خاین صاحبانو ټینګه ملا
ټوله غله،غاصبان اوقاتلان پيژنو بیا هم
غل غل نه دی چې زماوطن  یې دی په شا
***

دغلا سند
غل هغه چې دوسیه ولري د محاکمې او دعوا
زموږ په وطن کې غلو محاکمه  کړې ده غلا
خود به غله ځان بښي سزا  به درک نه لري
نر هغه کاندید چې د ملک  محاکمه کړي  پیدا
***
خر الرجال
 
مقامونه دومره کښته کړه خر الرجال
اهمیت د څوکیدار سو د ببرالجنرال
دزمري مقام یې  کړ دسرکس دزمري
ټیغ نه باسي دزمری  په څوکۍ ډنګرالچغال
***
درشوت غزا
 
د ولس له رشوت څخه دی چغ وچوغ
درشوت غزا ده نه اوري څوک یې ډغ وډوغ
ټوله لکه چې ښکاره سره شریکان دي
نه د قضا نه حکومت نه دولت سته ږغ وږوغ
***
خاین ته لوی مقام
 
یو دوه بدکاره لیري اودوه درې محاکمه نه سوه
دمحاکمې دلارې د هغو مالونه مصادره نه سوه
ټوله پوه دي چې خاین ته رسي تر ټولو ښه مقام
غله وزیران سوه خو  د زندان  میلمانه نه سوه
 

 

-
بېرته شاته