(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

که کندهار که مې کنړ که مې زابل

هره وعده دې په وعده باندې پښيمانه راځي دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي پرون دې ښه وو که هر څه وو نن دې څه پاته دي را ته راښايه که په سترګو کې اوبه پاته دي ډېر پيغورونه د پرديو لا په زړه پاته دي هره خبره د پردو دلته خندانه راځي دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي زه مې غزني زه مې هلمند که مې کابل وژاړم که کندهار که مې کنړ که مې زابل وژاړم او که مې دا په وينو سور او که مې ا بل وژاړم له کلو سره وينه مو سپينه سوه ارزانه راځي دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي که مو نيکونو د همدغې خاوری پت ساتلی دغه تاريخ هم هر تاريخ دی حقيقت ساتلی چې ترېنه پاتو يې هم شان دی ښه اوچت ساتلی اوس ګونګوسې له دې ځوانانو بې ايمانه راځي دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي توره مو تيکي ته ورپاته سوه لا نوره به وي راځي قاصده چې بل غم، نو له کوم لوره به وي ځواب څه دی، توره بېغمه په زنګ توره به وي له بله نه ده هر پرهر مو له خپله ځانه راځي دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي چې له وطنه مارغان تللي مارغان بيرته راسي هغه په ورکو لارو تللۍ کاروان بېرته راسي او دومره خپل سو چې تر منځ مو افغان بيرته راسي اوښکې د شکر په هغې ورځ تر ګرېوانه راځي دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي راځئ چې لاس د ورورۍ ورکو حبيبان سو سره هم په يوې ليلا مجنون سو لېونيان سو سره راځئ چې ټوله مسيحا او لېونيان سو سره سختې خبرې د نسيم خولې ته اسانه راځي دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي

Naseem Pasarly -
بېرته شاته