(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

26.06.2014 جوالي وایي


زه الله تـــه ســـتایـل شـــوي انـسـاني یم
خـوانـسان تـه ستـایـل شـوی حـیـواني یم
کــرامـت مې دانـسـان دی زه انـسـان یم
شرم نـه دی کـه پـه شـاه پېـټی جوالي یم
زه بــه ډېــروشــتَـمَـننـانـونـه سـرلـوړوم
خو په سرمې ډانګ خوړلی دِخواري یم
دخـیانـت کـاړن اشـتـیا دې پـلـوغـواړي
زه لـه لـوږې پـه ارمان کې دجواري یم
ربــه څـه وخـت بـه دې تاعـدالـت وشي
پــه غــوښــتــنه کـې دې تـا بـرابري یم
کـه دِتاقانون تطبیق شي زمـوږ منځ کې
 بـیـا بــه کلـه زه لـه چـانـه بـېـزاري یم
ګـونـګه ږبـه بـه مې خوله کې وګړېږي
ګیـلـمـن زه لـــه بـخــیـل وحــرامــي یم
 ملا کــړُوپـه پُښې ګودې عمرپای شوم
پـه اخـرت کـې پــه امـېد دې دارایې یم
لـه بـشـرنه مرسته مه غواړه علي خانه
ایـمــانـــداره زه پــه مــرســته الـهي یم
 
 

 

-
بېرته شاته