(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

10.07.2014 بې شرمي

بې شرمان دځان گټې ته کوي خرچیلکي
کله ښکنځل کوي کله کوي  پړه تکي
کله یې غوڼ غوڼ وي کله خپل سر ماتوي
کله زاری کوي  کله هم  وايي کټې پټې
***
پوه خلک کله تسلیمیږي بې حیا ته
هغه ته تسلیمي ځان سپارل دي و بلا ته
پوه خلک ډبرې دي او اړا خلک لوټې
لوټه تنها په کار ده وچیدو د استنجاه ته
***
ټیغ سترگي هم شهامت غواړي
دانسان د ټول عمر عزت غواړي
هر څوک پرتوگ ایستلای نسي
دا کار  تخصص او مهارت غواړي
***
بی حیا بایللي خلک کوي  بي شرمي
دحریف د گټې په کار کې جوړوي اړي
هغه لکه سپی دحریف تر شا غاپي 
یو گوله غوړه ډوډۍ ورته اچول غواړي
***
چی له بې شرمانو دا وطن خلاص نسي
دیموکراسي به زموږ دقانون اساس نسي
دلته روانه بي شرمي ده په نامه د دیموکراسي
تر څو بیشرمي ده  داناکامه دولت به پاس نسي
***
دلته یو سیاسي کار دی ایستل د پرتوگ
دد یموکراسي یوچاردی ایستل د پرتوگ
که دا دکشک بازار سیاست ز وال ونه کړي
هر بگیل ته اسانه کار دی ایستل د پرتوگ
***
دبی شرمانو سره په کاره ده بې شرمي
کنه لوڅ لغړ دي پرچچوغاړه کښیني
که غواړې وطن خلاص سې د بې  آبي
وگوره  وازگه  د کالو غوړي مینځي
10.07.2014 
پړه تکي ( دچرگ د نیولی په وخت دهغه ټوپ وهل )،خرچیلکی (پورته پورته غورځیدل)
کټې پټې (چټیات ویل)، اړا ( بې شرمه خلک)، غوڼ غوڼ ( په رینگټ  ژړل)

-
بېرته شاته