(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

17.07-19.8.2014 طنزونه تازه شول

ډر دیموکراسي

19.08.2014

غني  اوعبداله چې د ټاکنو کټو باندې کړه

عبداله  غوزی غني دوه لرګي تر لاندې کړه

چې غني سوې ښوروا  پر ډوډۍ چپه کړه

عبداله دپوسه غوښه تر ورانه لاندې کړه

***

عبداله دورکي غوښې  جوړي نارې کړې

نړیوال یې په  خپله  ډله  زره سواندې کړه

له هر خوایې  بریدونه کړه  د ټاکنو په کمیسیون

خپل انځورونه  پورته دبل یې تر پښو لاندې کړه

یو برطرفه ، دیوه خوله ماته ، واکمن یې بدنامه کړه

په خیمه کې یې د موازي دولت خبره غږتاندې کړه

ول پنځوس زره خلک وژونو وطن ویجاړو وو

که یو وار موږ رښتیا خېله خندي چلاندې کړه

 په خپل لاسلیک یې ددارلانشا ریس مقررکړ

ورته را مخي ته یې  خپل لوچک لغړ اندي کړه

مظاهرې یې  وکړې او سړکونه یې بند کړه

ساختګي بهرني يې  په چل د ملل نوماندي کړه

په دې بې شرمي حرکتو د ژبغړاندو یې

د ولس په نامه کراسي یې  مړ ژواندي کړه

***

نارې سوې چې دې بیکیرانو ته کیر  ي راځي

هغه د عبداله په ګټه خپل شرطونه وړاندې کړه

موږ ویل چرت مه وهئ موږ متفکر غني لرو

چې موږ خبریدو هغه مهر ته کونه وړاندې کړه

موږ ختا وتلې یو موږ متفکر  نه زورورپه کار وو

 ښکاري دی به هم  دولس زړونه څپڅپاندې کړه

چې قناعت یې ورنه کړ سو  یو پردي عقلمند ته

هغه به په دې بې عقلو لیونیانو څه ژور اندې کړه

کیري د بل له جیبه وبښه خپل  غلام ته صدارت

هغه متفکر د هغه ناپوه سره څنګه  ګډ اندې کړه

کیري چې د متفکر مړه اوشوله خوله  ولیده

پر هغه یې دعبدالله خوسا شرطونه سر باندې کړه

هغه چې موږمتفکر باله  هغه  له اوله  ډر وخاته

پښتونه نور دنر رهبر خبره له زړودباندې کړه!

*؛‎**

دا ټوله وږي د قدرت دي نه د خدمت اوچوپړ

موږ هغه غواړو چې قانون دهر څه سرغړاندې کړه

دا شرطونه چې دوی لاسلیک کړه په بې شرمي

دکیری واک یې د اساسي قانون لا ځلاندې کړه

دا ټوله چنې د واک دپاره دي  دسهامي شرکت

که عبداله دی که غني یوازې د واک هاندې کړه

که رښتیا چوپړ  دی ویش له غلو سره څه مانا لري

بایدد واکمنو غلو سر لکه دچرګ تر وزر لاندې کړه 

دا  غله د امریکا آغا بلیګان  دي او تور مرییان

هغوی بایلونکي پر ګټونکي لا ځانباندې کړه

داسي ښه ټاکڼې په دنیا کې چا لیدلي نه دي

 چې بګیلانو ته د صدرات څوکۍ وروړاندې کړه

ددولت نیمي څوکی، هم اپوزیسیون سي د بګیل

بګیل غله ته یې دمظلوم ولس   سرونه بیا  لاندې کړه

دا څومره ټګه دپردو دیموکراسی ده  « نظری »

پوهیده بیا یې هم  موږ ته  د ټاکنو کټو باندې کړه

***

نه پوهیږو موږ ولي بیاپه  ټاکنو خوشاله سو؟

 بیا مو ولي  په خپله خوښه دټاکنو تبۍ باندې کړه؟

موږیوړه خو بګیلانو  د وړولو درواغه ادعا وکړه

  ولي زموږ وړونکي خپله د بګیل لاسونه باندې کړه؟

ولي دومره پیسې ، وخت ،وژل او دګوټو پریکول؟

ولي« کیري »له اوله  داسې ښه  نه روښاندي کړه؟

دنیا پوهیږي موږ په خپلو ړانده یوپه پردو بینا

زموږ  دپوهانولارښوونه مدام بهرنی پوچ  اندې کړه

 خپله دیو بل پرتوګونه باسو بل ته لاس په نامه یو

ښه پوهیږي تل پردي موږ ته  نیک اندې کړه!!!

خدای دي هغه کام د دوږخ له اوره وساتي!!!

چې په خپلو ووټو يې رامخي ته کوږاندې کړه

خدا ی به  دهغه مشرانو هم اور نصب نه کړي!!!

چې د  یوې داړې د واک رسیدو ته لنډ اندې کړه

مکار خود تر هغه وخته  ژاړي او  بيزوواني کړي

تر هغه چې ټوله واک خپلی ډلې ته خلباندې کړه

 پوهیږو اوس یوازې شیطاني واکونه چلیږي

 هغه چا ته ځای نسته چې له دجاله سرغړاندې کړه

 یوه لاره سته چې خدای ته په سجده سو دعا وکړو

خدا یه ! دا غله د وطن له سرنوشته دباندې کړه

وایی ښیرازه کال دهغه له  پسرلي مالومیږي

خدای نه کړي همدا مړاوي ګل موږ لالهاندې کړه

که څه د یو ګل په مړاوي کیدو نه منی کیږي

ګوندی نور ګلونه دولس بری خلباندې کړه

بلا د هغه پاڅي، چي ئې ګړنګ په برېتو څاڅي

ټوله تښتي ته یو وار د دې اتلانو ګوته لاندې کړه !

هاندې ( هڅه کول ) ،سرغړاندې ( سرکش)،غږ تاندې( په لوډسپیکر کې ږغ)،لغړاندې ( څارونکی )، نوماندې ( نامور ، نامزد)،خلباندې ( دیقین وړ)، ، ځانباندې( زورور)، ځلاندی( روښانه)،څپڅپاندی( نه ټینګیدونکی )، چلاندی ( روان)

بې شرمه ډله
13.08.2014 
دسپې چې سړی وځغلې واخلي باټ
چې مځکې ته لاس کړې سي په تراټ
 بې مخه اوبرند سړي لکه سپي دي
مخ ختا وځه ددې سړو په ساټ باټ
***
دنن  ورځ چالاکي ده له پردو سره په ټینګه   اړیکه
  دبل په کشک ځړیږي دلته دسیاست هر کوناټ
په پیشي پیشي کیدل خپل حق نه اخیستل کیږي 
دا ډیروي دلغړی سیاڼه بریښنا تر میګاکیلوواټ
***
له سپي سره باید انسان هم سپی سي
د پړپړه کار سره باید  وچلول سي پاټ
که له  ویرې دولت چا ته څه و نه  وایي
تل به روان وي  هلته هر ډول لوټ پاټ
***
نن دولتونه دهغه چا  خبره مني
چې وښیي هغو ته خپل ټاټ باټ
رښتیا کله اوس په دنیا کې چلیږي
دهغه چلیږی چې لري بهرنی دچاقو باټ

پاټ( چل)،لوټ پاټ (تالان)،ساټ باټ ( سینګار)، کوناټ ( غټ کوناټی)،ناټ ( شوق)، ټاټ باټ (نخری ا و شان اوشوکت)،باټ (د کاڼې هغه څرخ چې توره، چاړه، چاکو، بياتي او نور باندې تيره کېږي) 

دسیاست مزه
  
کب په اوبو کې هر وخت وي تازه
په سیاست کې هر وخت  وي مزه
که دي  یوړه رییس که کنه صدراعظم
دا مسلک مازی غواړي خوړینه خړیته پزه 
***
 
له حیوانه ګیله 
انسان نه دی چې له حيوانه سره لانجه کوي
انسان نه دی چې له حیوانه سره خوله کوي
هرڅه چې کولای سې کوه، خوره او وړه یې
حیوان سه څوک  له حیوانه کله  ګیله کوي

***
نننی سیاست 
غلو ته  دورځي دوه ځله سلام کوه
لوچکانو ته هر وخت احترام کوه
ړوند اوسه څه ويښ څه ويده !؟
سیاست همدا دی  کارونه د غلام کوه

***
سیاست
ګلمرجانه د سپږې لپاره پو ستين مه سوزه
دبې شرمه واک لپاره دا وطن شیرین مه سوزه
دا د موازي دولت اله بله  پریږده   بد ډوله
دسیاست په ترخه مرچکوخپل تا نشین مه سوزه
***
علی بابا ګان
راویښ سه  افغانه! ولې کرار ویده یې
له ډیره خوبه اږمۍ باسې ساده باده یې
غله ټوله په سیاست علی بابا ګان سو ه
ته لا د هغو ډوډۍ پخولو  ته رپیده یې
*** 
سم سړی سه
هر وخت دی چر چر دی یاره باوله
په خبرو کې دی قر قر دی اله بوله
سم سړی سه د څوکۍ فقر پریږده
«کیری» ته دی هره ورځ ځر ځر دی بدجوله

کیری :جان کیری( د امریکا د بهرنیو چارو وزیر) 

 مخ پیټک 
دود دی په واده او سنتي  کې مخ پیټک
کوي د زوی په زیږیدو کې د توپک ټک
 نور دودونه اوس دخلکودي هیر سوي
راوړي پیسې څوک د کور ټوک و ټک 
اوس پیدا سوي داسې ماده رنده دوستان
لاسونه یې تر شا تړلي دهغه پخواني ټګ
غټه غاړه کمیس یا دوخت تیر چاکلیټ
یا دبل راوړي خازه ګلونه ډالۍ کوي باټک
یا په لیلام کې رانیولي بې موډه شیان
راوړي هغه چې په درد نخوري دده ناټک
داخپلوانو په سترګو کې اچوي خاوره
ددې خلکو ځان ساته دهرڅه اول چټک
خپل ناخوښه او نارغ ټوکران مه ډالۍ کوئ
دا ډالۍ نه ده  په  اشنا دی د مرمیو ټک
نغدي ورکړئ د سپي پوست پر مخ مه غوړوئ
که نن پر هغه سبا پر تادی وار ددې  سټک
په هر کار کې منځنی سئ د بدي ورځي مل
نه په خیال کې  دغولو ګردي کول لکه خټک
داښه  دود دی چې مرسته وسي له یاره سره
نه چې هغه لا کړوپ کړئ په وسپنیز څټک
خدای دي د بل ډول کاغانو قریبانو هم ساته
ددې ډول یارانود نمبر پلیټ ماډل دی بټک
راسي دلمسي او کړوسي سره تیره کړې ورځ
لس افغانی به پاکټ کې اچولي دمخ پیټک
دداسې بې انصافو یاروغارو دي خدای ساته
زر خوري په پاکټ کې راوړي لسګیز ناټک
د داسې ډبلي مارو دوستي  ښه نه ده خېښانو
له دې مکارو څخه ځان ساتئ لکه له ټک
دا حبیبان نه دي سم جاني دوښمنان دي
چې دي لیده ورته مه خلاصوه ور د پېټک
که دي بیا هم راغله کور ته  ډله ناببره
مرچک زیاتوه چې بند یې سي چرغټک
شل نفره راسي وریجي غوښې تا کړي
اخیر د لسو افغانیوپاکټ درکړي مړټک
هغه خوار چې دواده سوي وي پوروړی
نابلل سوي میلمانه  هغه لا کړي خوار پړک
مل هغه چې چای ته راسي نه ډوډۍ ته 
ډوډۍ خوره دي خدای کړي  ټک په ټک
تنگ سترگې اشنا دي خدای ورک کړي
خدایه هغه پوه کړې یا یې وران کړې خټک
داسې خپل په خبرو کې وي خورا چټک
په پیسو ورکولو کې خورا سخت او لمټک
دداسې سیاڼه هم نفسانو سره یاري مه کوئ
هغه تل لس درکوي درنه زر غواړي وټک
چې دي ولیدل ډله د وره مخي ته خېښان
د لیک  دځایه ورته راوباسه موټ جرټک
خدای ته مخ و بنده ته شا کړئ اې خپلوانو
راځي چې پریږدو دا چمونه نور د کوټک
په خبره سر خلاصېدل په کار دي د آشنایانو 
چې څه راوړې بیرته درځي هغومره پیټک 
وییونه اوکنایې :
ټک  په ټک (سمدستی)، خټک (بنیاد، ګونګټ)، چړغټک(دمرۍ غوټه)، وټک ( ګټه)، خوار پړک ( بې شتو)، ټک په ټک( مرګ مفاجات)،مړټک (سست)، ټک ( سرحد)، لمټک ( سست سپی)، کوټک( بې هنره)،بټک(رډ سترګی)
[ د سپی پوست پر مخ غوړول] بی حیا اوبخیل کیدل.
[ خدای ته مخ و بنده ته شا کول] انصاف کول
[ د بدي ورځي مل] دسختي ورځي یار
 

خوسا پارلمان

24.07.2014
موږ نران داسې ټاکنې کوو چې بازنده نه لري
موږ نران کاږه وکیلان لرو چې یو سیده نه لري
خدای دی دنورو هیوادو دخلکو له حاله ساته
موږ نران کاندیدان لرو چې دشرم پزه نه لري
بزرګان مو د بادار په ګمشو  داسې  خره نشه دي
واکمنان مود فسادمار چیچلي هیڅ اوده نه لري
هر یو غل یې لکه فرعونان په خپل سر ډنګوي
وکیل مو دخپل تاوده تنور دګټې سړیده نه لرې
د غلاپوستین دی زړه یې چپه که راسته یې اغوندي
نه پوهیږي په کوم  ځای یې ومنډي بسیده نه لري
اول نرانو ځانونو د قتل اوغلا دګناه معاف کړل 
اوس تک سپین سول پاکي یې ملایکه نه لري
ددنیا ټوله د امتیاز مډالونه یې ځان ته ورکړه
داسې یې ځانونه اوبه کړه اوس بله تنده نه لري
 اوس له مړینه وروسته ځان ته غواړې غرامت
څه اوڅه یې په توره وهلي بس بله دنده نه لري
سیاسي پاسپورت ، بادیګارد ،تنخواه اوعزت
دا ټوله غواړی هغه وخت چې بله عهده نه لري
بیا به نران وکیلان ځان ته د فردوس جنت غواړي 
ځان ته یې هر څه کړي  غم د بل خوار بنده نه لري
دداسې نرانو وکیلانو کارونه ډیر خوند کوي
پوخ قانون جوړوي چې یو پو ته دریده نه لري 
ټوله خانزاده ګان سوي په بې شرمي دلته بزرګان
په واک کې دا وطن یو اصیل شهزاده نه لري
دا نظام دداسې لوچکو بې شرمانو جوړ سوی
په غلا اوچور کې یې هر یو بله جوړه نه لري
***
خا صه اوسره بې شرمي ده هرچیرې روانه
 سرزوري ده یو یې عقل  د یوه ساده نه لري
دا دولت دداسې یوه لوغړن ټوکره جوړسوی
چی دهغه مردارتارونه هیڅ سپخیده نه لري
که دا دیموکراسۍ  ده خدایه موږ ترې ساته
پارلمان خوسا سوی دهغه ښورول ګټه نه لري
اوس یې لا بد بویو خوړسکو ټوله دنیا نیولې
نوره کومه ګټه د وکیلانو دکونو  پټیده نه لري
هغه لوڅ کوني چې په خپله کونه نه شرمیږي
هغه پردو ته څه باک دسر دخمیده نه لري
دې عصري غوجل  ته مه وایه افغانه !پارلمان
ددوی  هرکار څه توپیر د ځناور او بوده نه لري
بوده هم دنس په غم کې دي خوري اوکوي
نس ډکوي په هغه توپير وچ اوتانده نه لري
دامریکا په زور غله د دیموکراسی سارنده ږغوي
خپلوغلوته  واک  غواړی په نورو سوده نه لري
پردو زورورو یوازې دخپل مور دلالان په کار دی
هغه چې بیله پیسو اوواک بله کیسه نه لري
«نظری» مه ښوروه په دې مداریو کې نورلرګی 
کڼو ته  ږغول ددې ډول  کومه ګټه نه لري 
دځینو داسې مړی سترګې دي چې شرمیږي نه
دډیروسترګې څیري لکه مفعول رپيده نه لري
زموږ دپارلمان دلسو کلنو لاس ته راوړینې دا دي
د پارلمان هر کار د هغو په ګټه په ولس اړه نه لري
د هغو ټول قانونونه اوومه دی یویې   بنیاد نه لري
ټوله اومي خښتې دې یوه خښته پخه نه لري
اساسی قانون ، دټاکنو قانون اونظام یې
دجان کری یو ډز  ته یو ګړی ټنګیده نه لري
داغله نه پوهیږي وطن د بل په فقر چلیږي
له خرو څخه بیله لغتي څوک بله تمه نه لري

ریخلی حکومت 

17.07.2014

ټاکنې د دیموکراسي یوه پړپړه ده
دا  د ولس رایې یوازې یوه پلمه ده
معامله بل  چیرې د پټو لاندې  روانه ده
داریخلی حکومت ولس ته یوه لومه ده
***
هغه اقلیت چې اکثریت ته په چل وي
غوراوی دهغو له پوه او غله څخه غل وي
دداسې هیواد د راتلونکي دي خدای ساته
هلته به تل د وطنفروشوپه واک اوربل وي
***
ماچې ویل دپوه اوغله یارانه کیږي نه
یارانه کیږي بیله د بادار بې دخله کیږي نه
دمرییانو په خوله چا پیاز میده کړي
غلط سیاست دلته خود سرانه کیږي نه 
ترڅو اشغال وي دغلو حکومت به وي
دلته یو سم کار هم بې معامله کیږي نه
هر غل یې یوازې په خپله برخه اچوي
ان  دشورا بیله خپلې ګټې جلسه کیږي نه
دې غلو له امریکا د غلا فرمان راوړی
خود پټه ددې خېله غلو خوله کیږي نه
داچې وطن فروشان پر موږ حکومت کوي
دلته هیڅ وخت ورکیدل دبد جوله کیږي نه
هر باوله پر ولس غرتي کوي اووایي پرتی
ځکه دلته مخ نیول د یو اله بوله کیږي نه
په دې وطن به تر څو دځنګل قانون چلیږي؟
دلته به څه وخت واک ته اله ګوله کیږي نه؟
تر کله به لاس وهنې ته ښه راغلاست وایو
ولی لا ختمه دلته دمداخلې سلسله کیږي نه
تر څو به دا د ولس قاتلان زموږ بزرګان وي
ترکله به ختمه دا دمصلحت اماله کیږي نه 
په ټاکنود خلکوکونه څیرې سوه کرک مړ
ولي لا پسرلی دا زموږ توره څله کیږي نه
رښتیاپه اشغال که څه مانا لري ټاکنې 
داشغال اوټاکنو هیڅکله جختواله کیږي نه
همدا اشغال همدا دغلو به وي حکومت
دا ملک به هیڅ وخت بې زلزله کیږي نه
تر څو چې وي دوطن مشران زوله زوله 
دلته هیڅ کار د پردو بې دخله کیږي نه
هرڅوک پوهیږي غواتوره شیدې سپیني
دا کار دغلیمانو بې مجاله کیږي نه
دا اودس چې دوی ورته وایي لاس ته راوړني
چاویل چې په یو کوز هغه خازه کیږي نه
د«کری »یوه خبره زموږ نظام اوقانون بدلوي
 آیا په دې خبرو  زموږ عزت بې توله کیږي نه ؟
دیموکراسي قوانین او  لویه جرګه څه سوه؟
په دې اعلامیه دا وطن زموږ طبېله کیږي نه
هر وخت تالا ترغه وي زموږ دمشرانو 
آیا روښانه تر ابده دا زموږ توره دربله کیږي نه؟
افغانیت ورک سوی زموږ ددې تورومخو
په دې ډول واک تر لاسه کولو کې رذاله کیږي نه
بزرګان خوشاله دي چې دبل په زنګوله ځړیږي
ددې حالته به تر کله دابې وجدانه زله کیږي نه
هر کل دلته ویشل د واک کیږي د غلو تر منځ
دلته هیڅ چاره  دامریکا بې توکله کیږي نه
زموږ تورمخي بزرګان د «کری» مننه کوي
دا د بادار ډول ته دهغو ایشله کیږي نه 
خدای دي په غضب اخته کړي دا بې ایمانان
دهغو سغل جوړ د بادار بې اماله کیږي نه
وګوره مخ ته د دې غلامانو نور ترې اوري
له خوشحالی ورسره خبره جمله کیږي نه
تیار دي دواک لپاره دا وطن تجزیه کړې
په دې عمل  د دوی صفت ددله کیږي نه؟
خلک خوشاله چې داسې باتور مشران لرو
دا دوه مخه رابړان ولس ته بې خایه کیږي نه
خدای ورک کړې دا د واک چور لیونیان
ددوی په ورکیدوبه په موږ بشکوله کیږي نه ؟!
بشکوله ( سختی)،رذاله ( کمینه)،تالاترغه( چورکوونکی )،بیمجاله ( جرات)،جختواله( نژدی والی)،باوله ( احمق)

Mahmud Nazari

-
بېرته شاته