(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

03.7-1.9.2014 شعرونه تازه شول

01.09.2014

زخمي کابل 
چې یی بوی دګلو نه وی ګل به څه کړم
چې یی مینه په زړه نه وی خپل به څه کړم 
چې د وینو په ویالو وی لمبیدلی
تری نه ځمه دا زخمي کابل به څه کړم
په خیانت او په قاچاق یی وطن لوټ کړ
په نامه باندی افغان مغل به څه کړم
په خوله خاندی په زړه ټګ وی یو تربله
د بی مغزه شان پستې خندل به څه کړم 
په ظالمو یی لا اور بل کړی ندی
ای حفیظ ملیاره ستا غزل به څه کړم

####

16.08.2014

چرسي نه وم         
دخوشې هوسونو جیلخانو کې زنداني شوم
چرسي نه وم چرسي شوم بنګي نه وم بنګي شوم
ځواني مې کړه خرابه بی خیراو بی سوابه
وختونه عبس لاړل چې اخته په سګرتي شوم
اوس رنګ زماتکتور دی له هری خواپیغور دی
نشه دهلکتوب وه بس بیزایه قرباني شوم
نه ژوند باندی پوهیږم نه خوند باندی پوهیږم
صحت مې لاړ خراب شو دخوږ عمر ارماني شوم
نه نوم شته نه صفت شته نه مینه محبت شته
اوس خپل پردي مې تښتي مشهورپه پیریاني شوم
نور بس دی نه یی څښمه خپل ژوند مې سمومه
الله د نجات راکړي لکه دود دسپیلني شوم
 الله یم پیدا کړی ښه عقل خدای راکړی
افسوز حفیظ ملیاره چې په خوی د لیوني شوم
چرسي نه وم چرسي شوم بنګي نه وم بنګي شوم

####

08.08.2014

د زړه بلبله مې
دزړه بلبله مې
قفس کې ژاړي
هلته بندی پرته ده
دهجر شپی تیروی
تل شوګیری تیروی
د ازادۍ په طمع
د یو پرواز په هیله 
په انتظار کې ناسته
نه چې قفس کې مړه شي
بیایی په کومه هدیره خښه کړم
افسوز دغم دنیاده
زړه په قفس کې بندی
زه په هجران کې بندی
د غزل رنګ مې زیړ شو 
غزل خزان کی بندی
ارمان مې وران افغانستان کي بندی
د وړکتوب خاطرات هلته په لغمان کی بندی
د شکور اباد مازیګر رنځور ماښام کې بندی
داوښکو پیغلی مې ګریوان کې بندی 
توری تیاری خوری دی رڼا اسمان کي بندی 
سوله هم نه وینمه سوله جهان کی بندی
ازادی کمه ښکاری انسان زندان کي بند ی
حقیظ ملیار مه پوښتي 
په ویر د ځان کې بندی

###

08.07.2014

زخمي بدن         
چایی زړګی  چایی  ځیګر ټوټې کړ
چایی  وزر  چاورته  سر ټوټې کړ
ګلاب  ګلاب  زخمي  بدن  یی ګورۍ
چاترینه لر چا ترینه بر ټوټې کړ
ورته  به  هروخت  سپیلني دودیدل
دا جادو  ګرو  یی  نظر ټوټې کړ
لا د بی رحمو  پرې زړه نه یخیږي
چایی نښتر چا ترینه غر ټوټې کړ
حفیظ ملیاره  ظلم  نده  څه  ده
چئ  له امو نه یی خیبر ټوټې کړ 

####

03.08.2014
د پښتنو ژوند بې پښتو کله وی
لکه د کب ژوند بې اوبو کله وی
نهنګ ته ګورۍ سمندر کې اوسي
د نهنګ ژوند نو په ویالو کله وی
افغانستان خو د عزت کور دی
د عزت کور بي ننګیالو کله وی
بلبل د ګل په څانګه مست وی مدام
ګل او ګلزار نو بې نغمو کله وی
کار غان د ګرځي د مر دارو پسې...
بازان بې هسکو هسکو غرو کله وی
حفیظ ملیار په شمع سوی پتنګ
سوی پتنګ نو بې ایرو کله وی

 

-
بېرته شاته