(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.08.2014 بې نصابه پښتانه

باغ  چي ديوال نلري تاك  چي خوازه  نلري
لكه پښتون چي كور كي توره  او  برچه  نلري
 
دجنوبي پښتونخوا دا پښتانه  داسي  بويه 
لكه  چمن  چي  يوه  درخته  زرغونه  نلري
 
نه خپل نصاب لري  نه  سكول كي كوم پښتو مضمون
دپښتو زدكړې ته  خواران  هيڅ  تلوسه  نلري

كلونه وړاندي يې له كاڼو وې  هندارې  جوړي 
كلونه روسته  په  پښتو كي  قاعده  نلري
 
دژړك  نوم  كي يې د [ ړ ]  پر سر وي [ط]  ليكلې
دا خلګ  [ ڼ ] نلري دا  خلګ  مڼه  نه  لري 

لا به تر څو دا پنجابى نصاب پښتون ته وايي 
لا به ترڅو دوى په سوچه پښتو قبضه  نلري

دسحرا خلګ  ملامت  ګڼي  چي درس  نه  وايي 
پخپله ښاركي  ښوونځۍ او مدرسه   نلري

دايې عادت ندى چي غركاڼي  ويشتل  نه كوي 
بخت  يې كوټه دى  داچي  غرلاس او پښه  نه لري

پيغور يې نه ګڼم الهامه !  زړه دي  درد كوي  چي !
دپښتنو  غفلت  مو ولي   اندازه   نلري

2014/08/22
سيداحسان الله الهام

-
بېرته شاته