(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

16.09.2014 یو دوه تصویره

چې سترګې پټې کړم او یا په څه خیال کې ډوب شم پلار مې راشې راته موسک شي چې چې پر سترګو مې لاس کیږدي ګوتې یې زما په اوښکو لمدې شي . بیا چې زه ځان ته راشم یو نیم شعر ته ورته څه ولیکم .

 

  16.09.2014:   یو دوه تصویره

خړه کلا ده 
پراخ انګړ دی 
د شنو شوتلو 
په خوشبو غوړ دی 
د پلار مې شونډې 
په موسکا تاندې 
په کټ کې ناست دی 
تر ونې لاندې 
اخی ټکور مې 
زړګی داغلی 
یم له سفر نه 
تازه راغلی 
د خوښۍ اوښکې 
لېمو ته راغلې 
پرۍ سوالګرې 
نغمو ته راغلې 
لښتي د شاتو 
د شیدو وړمه
د پلار لاسونه 
پر اوږو وړمه 
اخی کورګی مې 
جنت کوچنی دی 
شکر دی خدایه 
پلار مې ژوندی دی 
راڼه راڼه دي 
صفا صفا دي 
د دعاګانو 
ټکي یې دا دي 
په ماشومانو 
باندې شتمن شې 
د پیورو 
غواوو څښتن شې 
د سپېرو سترګو 
له نظر پټ شې 
د ملایېکو
په وزر پټ شې 
پوهه دې ډېره 
شعر دې روان شه 
د بخت سړی شې 
مل دې رحمان شه 
د دعاګانو 
باران را وُري 
ګلاب ګلاب یم 
پاڼې مې ښوري 
د سُرور سیند دی 
خلی اخیستی
زما زړګی یې 
غلی اخیستی 
ساحل ته رسي 
ځي ځي روان دی 
څپې ستنې شوې 
وچ بیابان دی 
رانه آسمان ته 
ختلی بخت دی 
جوړ له سپوږمۍ نه 
د کفن رخت دی 
خړه کلا ده 
پر سر یې ستوري 
مونږ ورته ژاړو 
دوی راته ګوري 
پلار مې ویده دی 
تر ونې لاندې 
زما په اوښکو 
یې سترګې تاندې

۲۹ جوزا ۱۳۹۳

-
بېرته شاته