(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

24.09-26.10.2014 شعرونه تازه شول

     
    شاعر: سميع الدين افغاني

  هوښيار طبيب

مينه ګرانه ده خــوږې لري ترخې هم
د هجــران هم دخــوښيو خاطرې هم

ده کيسه د يــوې پيغلې د يــو ځوان
يو جــالبه عجيبه غــونــدې داستان

ښکلی ځوان يوې  نجلۍ باندې مين وه
شپه او ورځ دپيغلې مينه کې غمجن وه

پيغلې هم پدغه ځوان وه زړه بايللی
دوئ په مينه خبر نه وه کور او کلی

ددوئ مينه وه د حــده ځينې زيــاته
د زړو راز يې معلوم نه وه وبل چا ته

مده ډيره او وختونه په دوئ تير شول
دوئ په لارکې له هرخواخنډونه ډيرشول

زوريــدل د کــور او کلي لـه دستوره
 پټه مينه يــې ساتلــه لــه مجــبوره
******
پس لــه ډيــره انتظار او کــړاونــو
کـورنۍ يـې شول خبر لــدې رازونو

 ددوئ دواړو کورنۍ سره جــرګه شول
د نجلۍ، هلک نجات تــه وسيله شول

د هلک او نجلۍ سوال رب ته قبول شو
پوه تدبير د کــورنيو يې اصــول شو

پس لــه ډيــرو زحمتونــو د زمــان
شول کامياب لدې ازمون نه په ښه شان

مــده پس ددوئ ښــادي شــولــه بنا
د پاک رب درته منظوريــې شوه دوعا

ډير وختونه دوئ خوشاله پــه وصلت وه
ښه روزګار او ښه ژوندون يې غنيمت وه
********
مده پس عجب حالت دوئ کې پيدا شو
ددوئ مينې ، محبت کــې خنډ پیدا شو

دا نجلۍ د خپلې خواښې نه شاکي شوه
ډيره سخته د دوئ مينځ کې دښمني شوه

ناوې فکر کې د خــواښې د قصو شوه
د هــغې  دمــرګ پــه عزم ارادو شوه

اختلاف ددوئ بــې حد بې اندازې شو
چې حاجت نــه د خبرو او ګيلې شو

ناوې لاړه کوم طبيب ته ډير هوښيار
ويل: چې خواښې مړه کوم غواړمه زهر

داسې زهر چــې يې مړه کړي هغه دم
چې يې خلاصه شمه زه يې نور له غم

طبيب ويل: چې زه ډيرښه زهر لرمه
دغــه زهــر تاته هرګز نــه درکــومه

که دا مړه شي طبيبان ترينه خبريږي
 دا قضيه پــه مــا او تــا بيا تمامیږي

ښه به دا وي چې زه درکړم داسې زهر
چې د شپږ مياشتو مده کې وکړي کار

نه به څوک په تا خبر شي نه په ما
بس همــدغــه زمــا تــاتــه ده ســلا
******
نــاوې پــوه شوه پــه خبــره دطبيب
ويلې: ښه ده چې پوه نه شي کوم قريب

طبيب ورکــړ يو بــوتل پــدې عنوان
 دغه زهــردي کوم چې مــا کــړلو بيان

هره ورځ بــه د بوتل يو څــو قطرې
ته د خواښې پــه خوراک کــې اچوې

شرط يـې دادي چــې په مينه او اخلاص
ښه غذا به جوړوې تــه په خپل لاس

ښه سلوک او ښه رفتار درته په کار دی
پس له شپږ مياشتو ضرور تاثير دزهردي
******
ښځې واخيسته بــوتل لاړلــه کــور ته
چې دا زهر به ورکوي دهلک مور ته

شپه او ورځ په احترام او په عزت شوه
د خپل خواښې په ستاينې او صفت شوه

ښه خـوراک او طعامونه بــه تياروه
دا د خواښې او دناوې ښه روزګاروه

مده پس دوئ سره ښه شول يو تر بله
خــواښې، نــاوې يو دبــل خبر منلــه

په هرځاي کې احترام يو بل ستايل وه
نور نو نه  کومه دعوا نه کوم رټل وه

دغه ناوې خپلې خواښې نه راضې شوه
همنشينه د خپل خــواښې صميمي شوه

تردې حــده پښمانه د خپل کــړو شوه
په تکل يــې د ژوندۍ پــاته کيدو شوه

ويــلې: څـه دا بــيګنا بــه ختمــومــه
په قيامت به خدای ته څه ځواب کومه
******
دوبــاره لاړه طبــيب تــه هــمزمــان
ويــل: بښنه درنــه غــواړم مهربــان

دغه زهر دې نيمايــې درســره واخــله
 پښيمانه يم بــدۍ نــوم راتــه ماخــله

اوس دارو درځينې غواړم چې دوا شي
چې مې خواښې ها زهرات بيرته خنثی شي

اوس زمــا ورسره جـوړه ده خوښی ده
زما خواښې ماته ژوند کې خوشالي ده

درواري شم ای طبيبه لاس پکــار شه
زمـا خــواښې د نجات تــه مددګار شه
******
طبيب وويل: چې زمــا مقصد هــمدا وو
ستا فــرصت د پيښماني مــې مدعا وو

په بوتل کې بل څه نه وه تش اوبه وې
هغه وخت ته د شيطان سره هم زړه وې

خواښې مورستا د خاوند اوهم دستا ده
زمــوږ دين کــې  د انسان وژل خطا ده

کور کې وغواړه مــافي د مــور او زويه
خداي بــه وبښي هــم تــا هغو له رويه

د هوښار طبيب نسخه په داسې کار کې
ښکلي راز وه د انسان دخير په لار کې
******
ناوې زړه نه ولوی خدای ته په توبو شوه
خپل خاوند او هغه مــورته په عذرو شوه

ويــل: بښنه درنه غــواړم ګناه ګــار يم
خپل په کړو او حسادت زه شرم ساريم

خواښې ، ناوې هغه دم غــاړه غړۍ شوې
وې خوشاله چې نورخلاص له تربګنۍ شوې

ښه سلوک باندې هميش بــاور پکار دي
نيک رفتار دهر چا دوست دلارې ياردي
-------------------------
سميع الدين افغاني
٢٦ - ١٠ - ٢٠١٤
م ٠ کال


يولنډ فرست
زه پـــه قلم د زمــانې برباد وختونه ليکم
رقيبه ستا د ناکـــردوبــد حالتونـــه ليکم

زه دخلقت د رنګينو دراز او نياز سره يم
 د حقيقت د لارې مـل ،نه چې مجاز سره يم

چاچې د مال او دشهرت په طرف لار نيولې
 په زور زياتي د شرارت په طرف لار نيولې

په زورواکي ځانله هوس ځانله جلال غواړي
 دځان خوښي اوسعادت دبــل مــلال غواړي

په خوله يوه وينا کوي په زړه کې بله وايي
په زور واکي او رذالت خبره خپله وايي

د انسانيت اوشرافت اصلي معنی ترې ورکه
د ژوند انجام ، دفرصتونو انتها ترې ورکه

په ذلالـــت انساني ژونـــد د تيريدلـــو ندی
 هر پاک ضمير ته دا خصلت هیڅ دمنلو ندی

ځه دانسان د سپيڅلتوب اوحقانيت سره ځه
 نور د ژوندون اصلي معنې اوماهيت سره ځه

د ژوند معني د انسانيت اوشرافت  خبر ده
دزړه اخلاص د صداقت او دعـــزت خبر ده

دغه ژوندون يو ازمايښت يو امتحان وګڼه
يولنډ فرصت دپـــاکوهيلو د زمــان  وګنه
------------------------------------
سميع الدين افغاني
١٣ - ١٠ - ٢٠١٤
م ٠ کال

 لا به تر څو؟

چې موهم وژنې هم ارمان ته مو په سپکه ګورې
 د عزمتونو لوی جهان ته مو په سپکه ګورې

زموږ په مالت اغياره ستا د تريو تندي اثردی
 ته هست او بود عصر،زمان ته مو په سپکه ګورې

موږ په زړګي قوي احساس د پاکې مينې روزو
 ته څله وياړ د هر افغان ته مو په سپکه ګورې

زموږ د هيلو ، ارمانونو به سحر مالوم شي
رقيبه ته د ژوند داستان ته مو په سپکه ګورې

اوس مو احساس اود زړه درد سره قلم شريک دی
ته دا وطن جنت نشان ته مو په سپکه ګورې

دلته انګريز،چنګيز مغل، په  ندامت وتلي
لوړ ارادو قوي  ايمان ته مو په سپکه ګورې
-------------------------------
سميع الدين افغاني
٨ - ١٠ - ٢٠١٤
م ٠ کال

د بدلون لار

که دې حـالاتو تـــه  نظر شو سره
دا چې به څومره پرې باورشو سره

دا دهيواد زخمي زخمي حــالت ته
 د يو مثبت بــدلون نظــر شو سره

د کوم تغير چې موږ تعبير يې کوو
  پرې هــم ګمان دښه رهبر شو سره

پدې ويـــرجن او دمـاتم سيمو کې
د زړه تسل په لـر او بـر شو سره

د هـر افغان د وير او غم شيبو ته
موږ دخوښيو جوړ اختر شو سره

------------

بيا د ميړاني اوعـــزت خلکو تــه
تمه دښه ژوند اوروزګار پيدا شي

د تحول او ورورګـــلوی پـــه هيله
قوي احساس لوړ اعتبارپيدا شي

د پرمخ تګ او سوکالۍ و لـور ته
 هيله د ښکلي نــو بهــارپيدا شـي

دا چې د جنګ کمبله ټــوله شي نور
موږ ته احـوال د سمې لارپيدا شي

د اميدونــو ارزوګــانــو بــاغ کــې
د ګلـــو کر ته پوه مليـار پيدا شي

---

چې دمجبوره هرزورواک پسې تلل
پوه، مدبر هوښيار رهبر مالوم شي

چې خـــزانه يې دملت لـــوټ کړې
ترينه حساب دسيم او زرمالوم شي

چا چې پردو په لمسه جنګ راوستی
 ددوئ د کړو حساب دفتر مالوم شي

څوک چې په قيد د زورواکانو کې دي
ازاد پــرواز تـه يې وزر مــالوم شي

چا چې زموږه زوړ او ځوانان وژلی
ددې جانيانو بنسټګر مــالــوم شي

------------
چاچې بل کور د بل عـزت لوټ کړی
چاچـې انصاف او عدالت لوټ کړی

د بل په وينو يې قصرونه جـــوړ دي
په ظلم زور يې شهرکـــونه جوړ دي

دوئ نه حساب دوئ نه کتاب وغواړي
دوئ نه د خپلو کړو ځواب وغواړي

چې د افغان پــه کور مــاتم ختم شي
دلته دا غــم د پـاسه غــم ختم شي

تر څو د سولې لورته لار پيدا کړو
د ورور ګلوۍ ښه اعتبار پيدا کړو

په افغاني احساس هـم ګام شو سره
سره يــو لاس قــوي نظام شو سره
------------------------------
سميع الدين افغاني
١ - ١٠ - ٢٠١٤
م٠ کال

-
بېرته شاته