(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.10.2014 زه یو پښتون خبریال

زه یو پښتون خبریال
چې هر سحر راپاسم
نو د بمونو او مرګونو راپورونه لیکم
د ژوند د واړه قیامتونو راپورونه لیکم
زه چې ماښام خپلو بچو له ځمه
نو د اورونو احساسونه په سینه کې وړمه
د خپلې خاورې ټول دردونه په سینه کې وړمه

زه یو پښتون خبریال
چې هم مې کور ورانیږي
هم مې د مینې کوه طور ورانیږي
خو زه راپور لیکمه
نن دومره مړه شو
دومره والوته ایره ایره شو
په دغه مړو کې زما خپل هم دي پردي هم دي
په دغه مړو کې زما مور هم ده او خور هم ده
د غه ټول مړه لکه زما هر یو ارمان چې مړ وي
دغه ټول مړه لکه دا زمکه او اسمان چې مړ وي


زه د هر ټکي سره خپلې سلګۍ هم شمارمه
زه د قلم په څوکو واړه پرهرونه شمارم
چرته کې خپې شمارمه
چرته کې سرونه شمارم
او زه راپور لیکمه
چې زما کار دغه دی
زما روزګار دغه دی
زه یو پښتون خبریال
چې هر سحر راپاسم
نو د بمونو او مرګونو راپورونه لیکم
د ژوند د واړه قیامتونو راپورونه لیکم
ـــــ شاهین بونیری

Shaheen Bunerai

په اور کې په لمبو کې د جمال په دروازه
مودی اوشوی ولاړ يم ستا د خيال په دروازه
خزان ته د ګلونو پرهرونه يادومه
تيارو سره په جنګ يم د زوال په دروازه
راځه چې يو اواز د بيدارۍ ته ځان تيار کړو
راځه چې قسم اوخورو د بلال په دروازه
~ شاهين بونيری

 

ملګري ملتونه!

د جهان قامونه ناست دي
چې د هرچا خپل بيرغ دی
هم يې خپله ترانه ده
د هرچا خپله نعره ده!
دوي کې داسې هيواد هم شته
چې په زور زما نه کم دی
او په شکور زما نه کم دی
خو بيا هم د واک خاوند دی
او د خپل ادراک خاوند دی!

 

ژوند د تیارو په لارو
د سپین سحر لټون دی
ژوند د نغمې په زړه کې
د یو ارمان درزیده
ژوند د دردونو کور کې
د خنداګانو امید 
ژوند د دلبر سترګو کې
د ښایستونو ګډا
ژوند په یوه لمحه کې 
د لامکان خوبونه
ژوند عجیبه لوبه ده
کله يي اوګټې ته 
خو بیا يي هم اوبایلې!

 

ګلونه ډير وو
سندرې ډيری
ځواني هم ډيره
مستي هم ډيره
تلوسه ډيره 
حوصله ډيره
خو جواري وه
هسې خواري وه
لوې مې زړګې وو
لوې مې ارمان وو
لنډه قيصه وه
ژوند يو شيبه وه!

 

مودې اوشوې 
نفرتونه کرل کیږي
او د مینې په نوم 
مینې قتل کیږي
مودې اوشوې 
چې په زړونو کې تیاره ده 
په حجرو په جماتونو کې تیاره ده

____ شاهین بونیری

-
بېرته شاته