(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.11.2014 بـــابـــا

04.11.2014
اې ملنګ رحمان بابا
څه شوې باچا خان بابا؟

ستره ابدالي بابا
لویه خوشحال خان بابا

خړ سیلاب شلولې دی
ستا د غرو ګریوان بابا

لویه لوبه ګرمه ده
ستا په هر میدان بابا

ما وژني په ما باندې
دغه شیطانان بابا

ستا بچو ته یو شولو
واړه غلیمان بابا

ښکلی د سپرلو سحر
یوړو تورابان بابا

ناست دی جهاني شیطان
ستا په هر مکان بابا

لاره خطا شوي ده
ستا د سور کاروان بابا

نیشته هیڅ رهبر زموږ
چرته یو روان بابا؟

خدای په کور کي ماوژني
قسم دی په قران بابا

دې تا که اسلام وائي
نه یم مسلمان بابا

ګونګه ملالۍ شوله
نه وائي یاقربان بابا

غواړي د میوند غیږه
بیا یو ایوب خان بابا

سوزي د ایپي فقیر
ټول وزیرستان بابا

ډک کمر بندونه دي
هر ګلالي ځوان بابا

ستا په لار د ستا سعود
یک تنها روان بابا
سعودبنګښ


Saud Bangash

سیل ته یو روان جانانه واچوه
شال او سور پیزوان جانانه واچوه

وران کړه دوزخونه، 'جنتونو کې
واړه انسانان جانانه واچوه

پورته که رباب په نیمه شپه کې بیا
ستورو ته داستان جانانه واچوه

زه يې د بی نیاز فقیر په پښو کې ږدم
تخت د سلیمان جانانه واچوه

ځان ته په تندي باندې خالونه څو
ستوري د اسمان جانانه واچوه

بیا درته سعود کچکول نیولې دې
ټول جانان جانان ' جانانه واچوه
سعود بنګښ

-
بېرته شاته