(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

05.11.2014سره مزه کا

 

يو څو ښکلې ټپې د يه قربان سره مزه کا
محفل د ټنګ ټکور خواږه یاران سره مزه کا

سندره مې تر غوږ شوه یه قربان قربان ناروکې
ټپه د ملالۍ د جنګ ميدان سره مزه کا

مجنوون هم دلیلا په مينه سرپه بيابان وه
د مينې ليونی څیرې ګریوان سره مزه کا

کعبه هم د  بلال د تکبيرونو اذانګه وه
جذبه د ديانت د پاک ايمان سره مزه کا

کلونه په موږ تير شول د حالاتو نه شاکي يو
يو والی ، همغګۍ د هر افغان سره مزه کا

دا نن هم لا موقه ده چې وطن سره اباد کړو
پيشرفت او ترقي عصر، زمان سره مزه کا

راځئ ای خوږو ورنو چې يو موټی يوپيمان شو
جذبه د ورورګلوۍ زموږ د شان سره مزه کا

ترڅو پردوملکو کې به د هجر شيبې شمارو
ښايسته کلي ، بانډې افغانستان سره مزه کا
--------------------------
سميع الدين افغاني
٥ - ١١ - ٢٠١٤
م٠ کال

-
بېرته شاته