05.11.2014کربلا
دلته کورپه کور ژړا ده
دلته لورپه لورغوغا ده
دلته ھرظالم شارون دی
دلته ھرکور شتیلا ده
دلته لوی واړه قتلیږي
دلته ھره خوا صبرا ده
دلته ھیڅ پوښتنه نشته
دلته ستره ناروا ده
دلته ھرشھید حسین دی
دلته ھره مور زھرا ده
دلته ھرزورواک یزیددی
دلته ھرځای کربلا ده
الحاج الھام الدین قیام
۰۳/۱۱/۲۰۱۴
05.11.2014
یادونه : صبرا اوشتیلاپه لبنان کی
د فلسطینی کډوالوکمپونه وو چی
په کال ۱۹۸۲کی د اسرائیلود ھغه
وخت د دفاع وزیرآرییل شارون
په لارښونه پکی دری زره نر،ښځی
.ماشومان