(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

11.11.2014 دسترګو په لیمو کې

زما د وینې په رګو کې اوسې 
تل مې په خیال او خاطرو کې اوسې
زما د سترګو کور کې خای لرې ته ...
زما د سترګو په لیمو کې اوسې
لکه ټپه شې زما خولې ته راشې 
زما غزل زما شعرو کې اوسې
د شرابي سترګو د جار شم اشنا 
لکه ساقي په میکدو کې اوسې
ګلاب ګلاب غزل غزل جانانه 
د ګلو څانګه ګلکڅو کې او سې
د زلفو شړک د زلزلی جوړوی 
د نارنج ګل شې په عطرو کې اوسې
افغانستانه ستاپه شان ژړیږم 
ته چې د اور په سرو لمبو کې اوسې
زه ستا د حسن شاعرې کومه 
حفیظ ملیار د زړه کوڅو کې او سې

11.11.2014

-
بېرته شاته