(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

15.11.2014زما لویه ګناه داده چې پښتون یم

 

چی لوټلی زه د هر جبر قارون یم *** زما لویه ګناه داده چې پښتون یم
بدنام کړی چې دهر دور قانون یم
*** زما لویه ګناه داده چې پښتون یم

*

بل خرڅ کړی یمه خپلو رهبرانو ***   د وختونو په بې رحمه دلالانو

په مخ مخ یمه وهلی غاصبانو    

چې حالاتو په دار کړي نن پرون یم
زما لویه ګناه داده چې پښتون یم

*

په خپل کورکې یم بې کوره پاتی شوی *** زور لرم خو یم بې زوره پاتې شوی
په شته مور کې یم بی موره پاتې شوی   

داچې هروخت کې دخپل ځان په لټون یم
زما لویه ګناه داده چې پښتون یم

*

چې راټول شم د سلګو بدل په اخلم *** ددی واړه محرومو بدل به اخلم
د هر ظلم او سختو بدل به اخلم  

لا مړ نه یم زه په تمه د بدلون یم
زما لویه ګناه داده چې پښتون یم

لایق زاده لایق 

15.11.2014  Poet: Layaqzada Layq 

-
بېرته شاته