(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

20.11.2014 ښاغلی عبدالغفور لیوال

د اوسني مخکښ شعر و ادب ټولپېژندلی استازی ښاغلی عبدالغفور لیوال 

20.11.2014: ښاغلی عبدالغفور لیوال  هغه نوښتگر ليکوال، ويناوال او شاعر دی، چې په ټوله رښتينولۍ يې خپلې پنځونې د افغان اولس د وياړونو او دردونو ځلونې او انځورنې ته ځانگړې کړې دي. ده په خپل ځوان منگ (۳۸کلنۍ) کې گڼ څېړنيز اثار او ادبي پنځونې چاپ ته سپارلي او نور ډېر څه يې د چاپي او برېښنايي رسنيو له لارې خپاره کړي دي .

ـ  ښاغلي عبدالغفورلیوال په خپلو شعرونو کې له هیواد او هیواوالو سره،  پښتون ټبر،  پښتوژبې او پښتونولي  او  انسان او انسانیت سره پاکه او سپیڅلې مینه، د پښتني او اخلاقي ارزښتونو، د ملي، ټولنیزواو انساني ولولو اوعواطفو په اړه  استدلال، منطق، علمي او ادبي څیړنې، یووالي او ورورولي، ملي و کر(هویت)، دآزادۍ او دموکراسۍ غږ، انصاف او عدالت، دخلکو برابرې رښتینې حقوق او ورورګلوي، دسولې او سوکالې مفکورې، او د پردیسۍ ژوند  په ډیر ښکلي سیمبولونو،  تصویرونو او خیالونو کې په ډیر هنرمندانه شکل او شعري ژبه داسې انځور کړې دي، چې د هرلوستونکې او اوریدونکې په ذهن  او زړه کې ښکلا او مینه راپاروي، او ترینه خوند و پند اخلي.

  ما د دغې نوښتګر شاعر یو شمیر شعرونه په انځوریز بڼه ترتیب کړي دي ستاسو دادب مینه والو دوستانو پام ورته  را اړوم . هیله من یم په لوستلو یې ستاسو ادبي تنده ماته شي .

په  درنښت او ادبي مینه  : انجنیر عبدالقادرمسعود

-
بېرته شاته