(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

20.11.2014 مسته کوچۍ / ارمانونه لرم

ارمانونه لرم 

د شاعر زړه یمه داغونه لرم 
پټ په ځیګر کې خپل دردونه لرم

په خپلو وینو وینځل کیږمه زه...
افغانستان یمه زخمونه لرم

ګل او بلبل مې تنده ماته نکړه
له شهیدانو ډک قبرونه لرم

په وچو شونډو کې مسکانه وینم
هره خوا څیری ګریوانونه لرم

کوم جادوګر مونږه نظره کړلو
د محبت پر ځای جنګونه لرم

زما د حسن شاعری ونشوه 
حفیظ ملیاره ارمانونه لرم
۲۷/۱۱/۲۰۱۴

مسته کوچۍ یمه د  دښتو په خیمو  کې  اوسم        

لکه هوسۍ د لوړو غرو په سردرو کې اوسم

***

دلته په دښته کې ښایسته ښایسته رمې لرو مونږ       

شدی ، پیروی، کوچ،غوړي، ښایته مستې لرو مونږ       

شپونکی  شپیلۍ  غږوی  زه   یی  اتڼو کې اوسم       

لکه  هوسۍ  د  لوړو  غرو  په  سردرو کې اوسم

***

تازه هوا، مسته فضا ، ځانته دنیا ، لرو مونږ        

فرش  د غاټولو  د  ګلانو  هره   خوا لرو مونږ        

لکه  بلبله   د   غاټولو   په  عطرو کې اوسم        

لکه هوسۍ  د  لوړو  غرو  په  سر درو کې اوسم

***

پښتنه  پيغله  یمه  شین  خال پاس په زنه لرم        

لکه  چنار  غوندی   نرۍ   یم   هسکه ونه لرم        

حفیظ ملیاره تل  په  ناز او په نخرو کې اوسم        

لکه هوسۍ  د  لوړو  غرو  په  سر درو کې اوسم    

20.11.2014 Abdul Hafiz Malyar

-
بېرته شاته