(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

02.12.2014 نننۍ ترمالوژی

02.12.2014 
طنز
اتل
 دغلو مشر دلته اتل دی
دلته پک زموږ بیتل دی
چې یو خوی  لا داتل نه لري
هغه ډر پل زموږډاهی تل دی
ډاهی تل ( قهرمان)
***
جنرال
دلته هر تنظمي ملیشه جنرال دی
دلته یوقام ټوله دنسله دجنرال  دی
تر سپاهیانو یې ډیر جنرالان دي
بیله جنګه اخته په هر کار جنرال دی
***
مشاور
دلته هغه مشاورکیږی بهادر
چې عقل یې نه وي د هغه المسور
هغه بې دوتره ماموران دي
بیکاره با معاشه دي  دا بختور
***
مارشال
مارشال هغه کیږي چې وي زورور
انسان مالومیږي لکه غویی وي ښکرور
ځانته خپله مارشالي ورکوای سي
انسان وي مګرلکه حیوان وي لکیور
لکیور(لکۍ لرونکی)
***
اجراییه رییس
سر تر پایه بې قانونه دی سړی
هرچا هر چیرې غاپي لکه سپی
هم خپله  هم ټوله دنیا پر خاندي
په لاس کې  نه نیول کیږي لکه ماهی
***
پارلمان
دځاني ګټې دی یو لوی دوکان
په کې ناست دي هرخوا کفن کشان
بیله لانجو جوړولو بل کار نه لري
لکه دملاریا غوماشه چیچي انسان
***
مقامتیان
هغه  خلک چې دهغو یوازې کار چل دی
دهغو په زړو کې تل دواک اور بل دی
هغوی چې هرڅه دځان لپاره غواړي
دهغو هر سړی جنرال مارشال او اتل دی
***

-
بېرته شاته